امريکا: په وسلوالو بريدونو کې ۲ تنه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۳) الماس خدرخېل
د امريکا متحده ايالاتو د لوا ايالات د (دس مونيس) ښار کې پر پوليسو بريدونه شوي، چې له امله يې دوه تنه پوليس وژل شوي دي.
د دغه ښار پوليسو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې نوموړي ښار ته نږدې سيمه کې په نښته کې يو پوليس په خپل موټر کې وموندل شو، چې په ډزو سره ويشتل شوی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له پېښې ۲۰ دقيقې وروسته په نوموړې سيمه کې يو تن بل پوليس هم وموندل شو، چې په ډزو سره ويشتل شوی و.
دواړه پوليس د ګزمې په خپلو موټرو کې د يو کمين په ترڅ کې وژل شوي دي.
تر دې دمه لا څرګنده نه ده، چې دا پوليس د چا له لوري ويشتل شوي، خو پوليسو يې څېړنه پیل کړې، ترڅو بريد کوونکي پيدا کړي.
د نوموړي ښار پوليسو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د نوموړي ښار پوليسو ته د وسلوالو له لوري ستر ګواښ مخامخ دي.



