د مسلمانانو د روان بد حالت سبب جهاد دی که کمونستي سره او ديموکراتيک ګلابي انقلابونه ؟

بسم الله الرحمن الرحيم
ليکنه ـ مجاهد سراج
د ټولنيزو شبکو پر مخ د صليب او نفاق د جګړې ډالري کرايي جنګيالي د جهاد په سپيڅلي فريضه يوه نيوکه دا کوي چې جهاد له وينو تويولو او وراني پرته بله ګټه نلري او مجاهدينو ته د پيغور په ډول وايي چې تاسې په افغانستان ، عراق ، سوريه او نورو اسلامي هيوادونو کې له وراني پرته څه وکړل ؟ او د تاسو جهاد څه ګټه لري ؟
موږ وايو د اسلام له مخې جهاد د بې هدفه وينو تويولو او وراني نوم ندی ، بلکه د جهاد غرض د ځمکې له مخ څخه د ظلم او فساد ورکول او د الله جل جلاله پر ځمکه د الله د قانون نافذول دي ، جهاد د وطني ، قومي او مادي ګټو لپاره نه ترسره کيږي ، جهاد د تباهۍ لپاره ندی ، مسلمانانو ته الله جل جلاله د کفارو او مشرکينو د ظلم او تيري په وړاندې د جهاد او قتال اجازه ورکړې او اسلامي دعوت د جهاد او قتال په برکت له جزيرة العرب او د نړۍ له زياتې برخې څخه د جهالت هغه هغه تور تم او د ظلم او فساد ټغر ټول کړ چې په يادولو يې انسان بوګنيږي .
ياد حقيقت موږ د مسلمانانو او کفارو د مؤرخينو په کتابونو کې په زرينو کرښو ليکلی موندلای شو .
که لږ نيږدې راشو او په تيره يوه پيړۍ کې د جهاد پايلو ته ژور نظر وکړو دې حقيقت ته رسيږو چې د کمو تش لاسو مجاهدينو په برکت د نړۍ مظلوم ولسونه په ځانګړې توګه مظلومو مسلمانانو د انګريزانو او شورويانو له وحشي طوفانونو څخه نجات وموند.
موږ د جهاد مخالفو کمونستو ، ملحدو ، سيکولرو او نورو منحرفو عناصرو څخه پوښتنه کوو چې که له انګريزانو سره د نړۍ په بيلابيلو اسلامي هيوادونو کې جهاد نه وای ترسره شوی او د آزادۍ لپاره ورسره مبارزه نه وای شوې او د تاسې په څېر ايمان پلورونکو نظريات د هغه وخت مسلمانانو منلي وای نن به د اسلامي نړۍ څه حال ؤ ؟
آيا نن به د اسلامي نړۍ هيوادونو دا اوسنۍ نسبي خپلواکي لرلای ؟ يا به أقلاً د مسلمانانو په نوم کومه جغرافيه وای او له ټولو مسلمانانو سره د اندلس يا اوسنۍ هسپانيې ، پرتګال ، برما او شرقي ترکستان په څېر معامله نه وای ترسره شوې ؟
که افغانانو د انګريزانو په خلاف درې جهادي جګړې نه وای ترسره کړې ، تاسې څه فکر کوی چې نن به افغانستان په کوم حال کې ؤ ؟ يو بل اندلس به ؤ که يوه بله ترکيه ؟
له افغانانو څخه چې د احمدشاه بابا لويه امپراطوري لاړه او تر اټک او اصفهان پورې سيمې يې له لاسه ورکړې او په وچه محصور شو آيا دا بدبختي د تاسې په څېر د ايمان پلورونکو د سازشونو او د جهاد د ترک له امله نه وه ؟
موږ له دوی څخه پوښتنه کوو چې که له سرو لښکرو سره افغانانو جهاد نه وای کړی او له نړۍ نه يې د دغه ستر طوفان مخه نه وای ګرځولې نن به د افغانستان څه حال ؤ ؟
آيا افغانستان به د کوم بل نړيوال جنګ ډګر نه ؤ ؟
او که فرضاً د بل نړيوال جنګ ډګر هم نه وای پاتې شوی او تر اوسه پورې د شوروي او کمونستو خلقيانو او پرچميانو په لاس کې وای نو بيا به آزاد هيواد وای که د شوروي فدراسيون يو ايالت يا کورواک جمهوريت ؟
او آيا زموږ اوسنی نسل به د نن په څېر راسخ مسلمانان پاتې وای ؟
حقيقت دا دی چې جهاد د يوه قوم معنويت ، اسلامي تشخص او رښتونی هويت ساتي که يو مسلمان قوم د تيري په مقابل کې جهاد ونه کړي ، استعمار به څو سرکونه ، پلونه ، بندونه ، مکتبونه ، فابريکې ، تعميرونه ، تعليمي او صحي ادارې ورته جوړې کړي خو معنويت ، اسلامي تشخص او ملي هويت به يې داسې له منځه يوسي چې بيا به يې د رغيدو امکان ه وي .
تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان او د منځنی آسيا د هيوادونو اوسنی حالت چې اسلامي او ملي تشخص يې تقريباً له منځه تللی زموږ په مخکې دی او د دې عمده سبب د دوی له لوري د جهاد ترک ؤ ، کفري نړۍ اوس هم دوی نه بښي او کم تر کمه د هغه ديموکراسۍ اجازه هم نه ورکوي چې کفارو ځان ته خوښه کړې ، ديکتاتوران يې پرې واکمن کړيدي او نن يې حالت دې ته رارسيدلی دی چې اسلامي نومونه په ځان نشي کيښودلای ، اتلس کلن ځوانان يې د لمانځه د ادا کولو حق نلري ، او سوګند به د الله پر ځای د پاچا په نوم سره يادوي .
سربيره پر پورتنيو حقايقو په تيره يوه لسيزه کې اول جنګ مسلمانانو ندی پيل کړی ، جنګ په مسلمانانو تپل شوی ، مسلمانان د دسيسو ښکار شوي ، په افغانستان کې اته ديرش کاله دمخه کمونستانو په داؤد خان کودتاه وکړه ، سور انقلاب يې راوست ، سرې لښکرې يې افغانستان ته راوستې ، مليونونه کسان يې د هيواد پريښودو ته مجبور کړل ، يونيم مليون يې شهيدان کړل ، يو مليون يې معيوب کړل ، افغانانو يوازې له خپل ځان ، ناموس ، خاورې او عقيدې څخه د دفاع په موخه جهاد کړی دی.
د افغانستان د بدبختيو اصلي عوامل پخواني کمونستان دي ، نه د حق د لارې رښتوني مجاهدين !
کله چې جهاد کامياب شو ، شرق او غرب بيا پخواني مجاهدين دې ته پرينښودل چې واحد مرکزي حکومت جوړ کړي او تر منځ يې د نفاق او جنګونو اور ته لمنه ووهله ، د طالبانو تحريک د شرق او غرب د دغه سترې دسيسې په وړاندې د ځوريدلو افغانانو يو دفاعي غبرګون ؤ او چې په دې دسيسو لويديځ هدف ته ونه رسيد نو د يوولسم سپتمبر د حملو په پلمه يې چې د مظلومو مسملانانو انتقامي حملې وې په افغانستان مستقيماً يرغل وکړ او د افغانانو په وړاندې يې داسې بشر ضد جنايتونه ترسره کړل چې د نړۍ په تاريخ کې يې بيلګې ډيرې کمې تر سترګو کيږي .
موږ په جهاد له تنقيد کونکو څخه پوښتنه کوو چې آيا طالبان له ځان څخه د دفاع حق نلري ؟
که طالبانو يې په وړاندې مقاومت نه وای کړی نن به دافغانانو څه حال ؤ ؟ د نړۍ نورو مسلمانانو سره به متکبرو او مغرورو امريکايانو څه کړي وای ؟
د افغانانو اسلامي او ملي تشخص به په څه حالت کې قرار لرلای ؟
او دوی په تيرو پنځلس کلونو کې افغانستان په اقتصادي ، سياسي او دفاعي لحاظ تر کوم ځای پورې رسولی دی ؟
آيا څو سرکونه ، پلونه او د ملت په لوټ شوو شتمنيو دنګ شوي بلند منزلونه او د يو نيم مليون جريبه ځمکې غصب ، د نړۍ په کچه په اداري فساد کې د حکومت دريم والی ، دوه سری حکومت په بهرنيو مرستو متکي ، د پخوانيو کمونستانو تر قوماندې لاندې نظامي او امنيتي وسلوال داړونکي ځناور اربکيان ، بې حيايي او فحاشي د پرديو فرهنګونو راواردول ، فحش سريالونه لاسته راوړنې او پرمختګ وګڼو ؟
موږ د جهاد په اړه د شکونو او شبهاتو له خپروونکو څخه پوښتنه کوو چې په عراق کې اوسني حالت ته زمينه چا مساعده کړه ؟ عراق چا د اور په تنور بدل کړ ؟ د عراق په مسملانانو دا دوه نيمې لسيزې څوک بمونه اوروي ؟
د عراق د صدام په نسبت لويديځ ته چا تر اوسه دومره تنزل کړی ؟
ولې يې بريد پرې وکړ ؟
تاسې چې د عراقيانو په دفاعي جهاد انتقاد کوی تاسو ولې د صليبيانو په تعرضي جګړه اعتراض نکوی چې د عراق د مظلوم ولس په ضد يې پيل کړی دی ؟
موږ په جهاد له مفسدينو نيوکه کونکو څخه پوښتنه کوو چې په ليبيا ، يمن او سوريه کې ګلابي انقلابونه چا ډيزاين کړل ؟ د چا په اشارو او ملاتړ پيل شول ؟
آيا هم دا ګلابي ديموکراتيک انقلابونه د يادو هيوادونو د ټولو اوسنيو برباديو اصلي عوامل ندي ؟
او دا په داسې حال کې چې د يادو هيوادونو ړنګ شوي نظامونه ، نه اسلامي ؤ او نه جهادي ، بلکه له ختيځ او لويديځ نه هم د مجاهدينو په دښمنۍ کې وړاندې ؤ ، اوس د يادو هيوادونو مسلمانان د کوم ظالم د بمونو او بارودو اور ته لاس تړلي ځانونه وروغورځوي ؟
آيا دوی له ځانه د دفاع حق نلري ؟
آيا دوی په لوی لاس جنګ ته ورټيل نه وهل شول ؟
پورتنيو حقايقو ته په پام سره په صراحت دا ويلای شو چې جهاد تل د نړۍ مظلومو ولسونو په ځانګړې توګه مظلومو مسلمانانو ته نجات ورکړی او دا په اصطلاح له سولئيزې لارې ، سره او ګلابي انقلابونه دي چې مسلمانان يې له بدبختيو ، تباهيو او ورانيو سره مخ کړيدي .
همدغه راز کفارو ته تسليمۍ او بې غيرتۍ ، مسلمانو قومونو ته د دوی د اسلامي تشخص او ملي هويت له مسخه کيدو پرته بل ارمغان ندی لرلی او نه يې مسلمانان په سياسي ، اقتصادي او نظامي برخه کې په استعمار او استکبار له تکيه کولو څخه خلاص کړي دي.
په ټوله نړۍ کې د جهاد او مجاهدينو د برياليتوب په هيله



