(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل
په تازه ورکړل شويو خبرونو کې ويل شوي، چې د زابل ولايت د اټغر ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد درانی د وسلوالو طالبانو په يو بريد کې وژل شوی دی.
د پېښې پړه وسلوالو طالبانو په غاړه اخيستې او کابل ټکی کام ته يې په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی وسلوالو تېره ورځ غرمه مهال د يادې ولسوالۍ غونډۍ کلي ته څېرمه د تخريب شويو موټرانو په سيمه کې په نوموړي بريد کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوی، نوموړی ولسوال له خپل يو ساتونکي سره ځای پر ځای وژل شوی.
تر دې دمه حکومتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


















