(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۷) الماس خدرخېل
د پاکستان خبري رسنيو خپرو شوو راپورونو له مخې هندي ځواکونو د کنټرول کرښې ته څيرمه وسلوال بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۱ پاکستانی سرتیری وژل شوی او ۳ تنه نور ټپيان دي.
په سيمه کې د پوليسو يو تن مشر ذیشان نثار رسنيو ته ويلي، چې د هندي ځواکونو په ډزو کې د دوی يو تن ۳۰ کلن پوليس وژل شوی او ۳ تنه نور ټپيان دي.
نښته سهار مهال د کشمير په يوه غرنۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.
په سيمه کې يو تن عيني شاهد ويلي، چې وژل شوي دوه تنه دي، خو د پوليسو مشر د دوهم کس په اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې هندي او پاکستاني ځواکونه يو بل باندې د بريدونو ادعاګانې کوي.
بل پلو د پاکستاني پوځ يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، چې په هندي ځواکونو يې ځوابي بريدونه ترسره کړي، چې لا هم دوام لري.


















