یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

جګړې بیرته د موصل نه د دغه ښار ختیځ ته ګرځیدلي، د خطرناک ګاز د استعمالیدو شکونه دي

حافظ ننګیال نشرونکی: حافظ ننګیال
نوومبر 7, 2016
کټګوریانې: خبرونه
0
7
ځلې شریک شوی
82
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د الجزیرة نه په مننې.

عزیر اسدخیل

دا هم ولولئ

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

د الجزیرة خبریال خبر ورکوي، چی د موصل ښار نه جګړې بیرته د دغه ښار ختیځ خواته ګرځیدلي دي.

دا وروسته له هغی چی عراقي فوځ فیصله وکړه، چې د کوکجلي سیمی ته به بیرته ورګرځي، همالته به ځای پر ځای کیږي او خپل مرکزیت به یې ګرځوي، خپل ‎ مخکیني خطونه به ټینګوي.

دا په داسی حال کې ده چی عراقی حکومت پلان لري چی د موصل له جګړې وروسته (د شنونکو په اند چې دا جګړه به ډیر وخت ونیسي) د الأنبار سیمې بیرته ترلاسه کړي.

د الجزیرة خبریال أمیرفندي وایي، چې د اسلامي دولت تنظیم (داعش) وکولای شول چي د ترهګرۍ ضد هغو ځواکونو شاوخوا ونیسي چې هڅه یې کوله د الکرامة، القدس او السماح کلي ونیسي، دوی د هغو غارونو په مرسته چې مخکې له مخکې یې د ځمکې لاندې ویستلي دي د عراقي ځواکونو محاصره سخته کړې او عراقي ځواکونو ته یې ستر زیانونه اړولي دي چې بیرته د کوکجلي سیمې ته ګرځیدلي دي او د لوبو د توپ په شان یې د بیرته راګرځیدا شیبې شماري.

د بل پلوه رقیب الساعدي، چې د ترهګرۍ ضد ځواکونو یو ضابط دی په خپلو څرګندونو کې الأناضول خبري اژانس ته ویلي دي چی د عراقي ځواکونو او اسلامي دولت تنظیم تر مینځ د یادې سیمې په اطرافو کې وسله والې نښتې شوي دي.

دولتي راډیو او تلویزیون د ښار په ختیځ کې په خپلو خپرونو کې ویلي، چی دولتي ځواکونو پرمختګ کړی او دغه سیمه یې نیولې ده.

ساعدي، دې ته اشاره وکړه چې د ترهګرۍ ضد ځواکونو خپل پرمختګ ته په ډیرې ویرې او ډار سره د موصل ښار ختیځو کلیو ته دوام ورکړی، له دې امله چې اسلامي دولت تنظیم (داعش) ښاریان له ځان سره یرغمل کړي او د بشري سپر په توګه ورنه استفاده کوي، په سنوکرو ډزې کوي او ځای پر ځای یی بمونه خښ کړی، چاودیدونکي بیلرونه یې ځای پر ځای کړي او موټرې یې له بمونو ډکې او د چاودنو لپاره اماده درولي دي.

د موصل ښار شمال ته عراقي فوځ ځواکونو وکولای شول، چې د الشلالات له سیمي نه تېر شي او د محیط، السادة اوبعویزة سیمو ته چې موصل ښار ته څیرمه او د دی ښار ته د شمال له خوا نه له لومړنیو کلیو سره نښتي دي ځانونه ورسوي.

پدې وخت کې جنرال أحمد الجبوري، چې د نینوی د عملیاتو د عراقي فوځ په مشرتابه کې ضابط دی په خپلو څرګندونو کې أناضول ته ویلي، چې د اسلامي دولت (داعش) قومندان أبوحمزه المهاجر الأنصاري چې د داعش دریم مهم مشر ګڼل کیږي د موصل ښار په جنوب کې د حمام العلیل ناحیې د بیرته نیولو په عملیاتو کې وژلی دی.

دا خبر په داسی وخت کې ورکول کېږي، چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي ویلي، چې عراقي ځواکونه به د موصل له عملیاتو وروسته د الأنبار لویدیځې سیمې د بیا نیولو لپاره مخه کوي.

عبادي دا څرګندونې د موصل ختیځ ته د برطلة ښار نه د لیدنې پر مهال د خپلو نظامي قومندانانو سره په کتنو کې کړي دي.

له بل پلوه، د عراقي کردستان د رئیس ځوی مسرورالبارزاني چې په کردستان کی لومړی امنیتي مسؤل دی د موصل جګړه په اوږدې جګړې سره ونوموله، هم له نظامي پلوه هم له اقتصادي اوهم له ایډیالوجي پلوه.

مسرور البارزاني هيله څرګنده کړه، چې د جګړې په دې لومړۍ مرحله کې به اسلامي دولت (داعش) تر ټولو سخت مقاومت وکړی او ویې ویل، چې داعش په خپلو بریدونو کې خطرناک ګاز استعمال کړی دی او کیدای شې داسې څه استعمال کړي چی ټول کلي په مکمل ډول والوزوي او له مینځه یې یوسي.

مسرورالبارزاني دا ډیره لرې وګڼله، چې له سیمی نه د داعش تنظیم ویستل به دوی له بیخ نه وباسي او له مینځه به لاړ شي او یا به متشدده ایدیالوجي له مینځه ولاړه شي.

د ده په وینا نظامي او استراتیژي متخصص ښاغلي جنرال حاتم الفلاحي د موصل جګړې پر جریاناتو باندې په تبصرې کولو سره ټینګار وکړ، چی د موصل په بیرته نیولو کې په نظامي پلان کې ستره نیمګرتیا موجوده وه.

د هغه دلیل دا و چې دغه ښار ته د ټولو جنګي خواوو نه په یو وخت کی جګړه پیل نه شوه څو د ټولو اړخونو نه فشار وارد شوی وی.

هغه الجزیرة ته زیاته کړه چې د ځواکونو په موازنه کې نیمګړتیاوې موجودې وې چی د ځینو کلیو نه یې عراقي ځواکونه شاتګ ته اړ کړل، هغه دې ته اشاره وکړه چې له ختیځ لوری نه جګړې عراقي ځواکونه د محاصری حال ته یوړل.

له بلې خوانه د ذی صلة په موضوع کې ترکي فوځ د یکشنبي په ورځ د پایتخت انقرې نه د  عراق ختیځ خوا پولې ته خپل اضافي نظامي ځواکونه واستول.

مخکینې مطلب

کشمير: د هندي ځواکونو په ډزو ۱ پاکستانی سرتیری وژل شوی ۳ ټپيان دي

بل مطلب

عراق: سرتيري بريد کې لسګونه ايرانيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

افغانستان

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
افغانستان

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
خبرونه

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
افغانستان

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
خبرونه

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com