کابل ټکی کام ۲۴میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته ویلي دي چې پرون ناوخته د بغلان ولایت د بورکا ولسوالۍ په شهرنو نومې سیمه کې طالب جنګیالیو د امنیتي ځواکونو کاروان تر برید لاندې راووست، چې له امله یې ۲ ټانګونه او ۷ تنه افغان عسکر له منځه یوړل شول، او ۹ تنه نور ټپيان شول.
مجاهد همدا راز زمونږ همکار ته ویلي دي چې بېګا ماسخوتن لس بجې طالب جنګیالیو د روزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ اړوند د ریګکي په سیمه کې د افغان عسکرو پر امنیتي پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړل.
چې د برید په پایله کې یې د افغان عسکرو ۲ پوستې نیولي او افغان عسکر د تلفاتو په لیدلو سره یې تېښتې ته اړ کړي دي.
او له افغان عسکرو څخه پاتې یو رینجرموټر، یو موټرسایکل، د کلاشینکوف ۱۰۰۰۰مرمۍ او نور مهمات لاسته ورغلي دي.
خو تر اوسه په دې اړه دولتي سرچینو څه ندي ویلي.