کابل ټکی کام۲۴میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
تېره ورځ نیویارک ټایمز خبر ورکړی وو چې اوباما په پام کې لري چې څو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ناټو د ځواکونو په شمول د امریکایي عسکرو لپاره اډې جوړې کړي، او له دې اډو څخه به پر وسلوالو باندې د بریدونو رهبري کوي.
طالبانو یې په اړه اعلامیه خپره کړه چې د خپلې پېشګویۍ یادونه کړې ده چې مونږ څو ځله دا خبر کړې وه چې امریکا له افغانستان څخه نه وځي، او د پوځ ایستنې په اړه یې د امریکا څرګندونو ته نمایشي، غیر منطقي څرګندونې او د امریکا د پوځ او د افغان ولس تېر ایستل بللي دي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د طالب جنګیالیو روانه مبارزه د امریکا په پاتې کېدو پورې موقوفه نه ده، او د امریکايي ځواکونو بریدونه چې په عام ولس یې کوي دا به د افغان ولس د احساساتو د ولاړېدو لپاره ښه لاره ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې امریکایي ځواکونو د تلفاتو په لیدلو او د مصارفو په زیاتېدو به خپله وتو ته اړ شي.
طالبانو په اعلامیه کې امریکایي ځواکونو ته د ګواښ په شکل ویلي دي چې تاسو په لکونو ځواکونو دغه جګړه ونه ګټله نو په پنځو زرو عسکرو باندې یې ګټل هسې خیالي خبره ده، او ویلي یې دي چې امریکا به هم داسې ماته وخوري لکه پخوانی شوروي اتحاد چې ټوټه ټوټه شو.
د اعلامیې د پای په برخه کې یې په خپلو وسلوالو غږ کړی دی چې تر څو د امریکایي ځواکونو مراکز تر سختو بریدونو او ګوزارونو لاندې راولي، او د کابل د ادارو پر وراندې یې د لا زیات تشدد غوښتنه کړې ده.
















