کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
تېره ورځ اوباما د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو په اړه پرېکړه وکړه چې د افغانستان د امنیت د ټینګښت لپاره به په دغه هېواد کې د ناټو د ځواکونو په شمول د امریکایي ځواکونو اډې جوړې کړو چې تر څو پر وسلوالو د بریدونو کولو رهبري کوي، چې د روسیې خارجه وزارت د اوباما دغه پرېکړه یوه ناکامه او د امریکا سیاست یې د ماتې سره مخ وبللو.
د روسیې خارجه وزارت پرون په یوه بیانیه کې د امریکا د پاتې کېدو یادې پرېکړې ته په اشاره سره وویل چې اوباما په دغه پرېکړه چې ۵۵۰۰ پوځیان به په افغانستان کې پاتې کیږي، غبرګون وښود، او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو پاتې کېدل یې د امریکا د ماتېدلو لویه نښه وبلله.
د یادونې وړ ده چې اوباما د انتخاباتو به وخت کې له خلکو سره ژمنه وکړه چې د افغانستان جګړه په پای ته رسوي او خپل ټول پوځیان به له دغه هيواد څخه اوباسي، خو اوس یې د خپلې ژمنې خلاف عمل ترسره کړ.
















