کابل ټکی کام ۲۵میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د العربیة ټلویزوني چینل خبر ورکړی دی چې د سعودي عربستان د ختیځ په القطیف ولایت کې پر شیعه ګانو برید شوی، چې تر ۵تنو پورې پکې ووژل شول.
ویل کیږي چې بریدګر له داعش ډلې سره تړاو لري او وژل شوی دی، او د برید په تړاو دوه تنه نور نیول شوي هم دي.
فرانس پرېس خبري اژانس د یوه عیني شاهد له قوله ویلي دي چې یوه وسلوال د شیعه ګانو پر مجلس ډزې وکړې، چې مرګ ژوبله يې واړوله.
په سیهات ښار کې د داعش ډلې د یاد برید پړه منلې ده.
په دې وروستیو کې په تېلو بډایه عربي هیوادونو کې د شیعه او سني په نامه جګړو زور نیولی دی.
د یادونې وړ ده چې یاد برید د عاشورا څخه درې ورځې وروسته کیږي.
















