د کندهار اوسېدونکي له وسلوالو غلو سر ټکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۴) الماس خدرخېل
د کندهار ولايت يو شمير اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې وسلوال غله زيات شوي او د خلکو د لوټ کولو لپاره لويو لارو او کوڅو ته راوځي.
د دغه ولايت يو تن اوسېدونکی وايي: “کله چې یو موټرګاټ پېرو، هغه دوی راڅخه غلا کړي کور ته ځو توفنګچه راباندې ونیسي پیسې راڅخه واخلي موټرګاټ راڅخه واخلي.”
په ورته وخت کې د کندهار ولايتي چارواکي مني چې په سيمه کې وسلوال غله زيات شوي او وايي، چې پوليس په دې هڅه کې دي چې د غلو مخه ونيسي.
خو بل پلو بيا د سيمې اوسېدونکي پولیس تورنوي چې له وسلوالو غلو سره لاس لري او هغوی ته لارې ورکوي.
په کندهار ښار کې د غلا وروستۍ پېښه په چهارسو سيمه کې د پولیسو یوې پوستې ته نېږدې د زرګرۍ له یوه دوکان څخه د لسګونه کېلو ګرامه زرو غلا کول وه چې د خلکو اندېښنې يې زیاتې کړي، خلک وايي چې پوليس ورسره لاس يو نه کړي غله له دغې سيمې په اسانۍ سره غلا نه شي کولی.
د کندهار ولايت مطبوعاتي مسؤل صميم خپلواک په دې اړه وويل: (خلک باید د خپلې حوزې د امنیتي مسؤلینو سره همغږي ولري د نابلده خلکو په اړه وکیل یا امنیتي چارواکو ته اطلاع ورکړي).
بايد وويل شي، چې په کندهار ولايت کې په دې وروستيو کې نا امني ډېره شوې ده او خلک د غلو له ويرې له يو لړ اندېښنو سره مخ دي.



