عزیر اسدخیل
قرآن کريم په فصيحې، بليغې او څرګندې عربي ژبې نازل شوى دى. الله تعالى فرمايي:
(اِنَّا اَنْزَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا) سورة يوسف: ٢
“مونږ بې شکه دا قرآن په عربي ژبه نازل کړى دى”.
(بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍ) سورة الشعراء: ١٩٥.
“په څرګندې عربي ژبې”.
د قرآن د نزول په وخت کې عربي ژبه نږه، څرګنده او پياوړې وه، د هغه وخت کوچيان په عربي ژبې تر ټولو ښه پوهېدل، ځکه چې قرآن د همغوي په ژبه او په اوه (٧) لهجو نازل شوى دى .
د قرآن څلورم ډول تفسير دا دى، چې د عربي ژبې د پخو بنسټونو او ضوابطو له مخې وشي. د صرف، نحوې، معانيو، بيان، بديع، شعر، متلونو، د جاهليت تاريخ او چاپيريال په پېژندلو او د سپېڅلي نبوي سيرت په پېژندلو د عربي ژبې ژورو ته ورښکته کېدل اسانېږي او د قرآن کريم تفسير پرې پېژندل کېږي .
د قرآن کريم تفسير د عربي ژبې د علمي ضوابطو سره پخې اړيکې لري، عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د قرآن تفسير په څلور ډوله بولي، لکه چې له هغه داسې روايت راغلى دى:
ابو الزناد وايي: عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وويل :
” تفسير په څلور ډوله دی :
(١) يو هغه چې عرب يې له خپلو خبرو(لغت) پېژني .
(٢) بل هغه چې هيڅوک يې په نه پوهېدو معذور نه ګڼل کېږي .
(٣) بل هغه چې يواځې علماء پرې پوهېږي .
(٤) بل هغه چې يواځې يو الله تعالى پرې پوهېږي .
نو لومړى ډول تفسير هغه دى، چې عرب يې د خپلې ژبې د لغتونو په معناؤ د پوهېدو په مټ پېژني، ځکه چې قرآن د عربو په ژبه نازل شوى دى .
دويم ډول تفسير د قرآن په هغو احکامو پوهېدل دي، چې هر مسلمان او مسلمانې باندې يې پېژندل فرض او اړين دي،چې هغه د الله تعالى د يو والي، ايمان او د اسلام د اړينو مسائلو پېژندل دي .
درېم ډول د قرآن د هغو احکامو او مسائلو تفسير دى، چې له علمي بنسټونو پورې اړه لري او يواځې علماء پرې پوهېږي.
څلورم ډول د قرآن کريم هغه برخه ده، چې متشابهات بلل کېږي او يواځې الله تعالى پرې پوهېږي. لکه د مقطعاتو تورو معناوې، د الله تعالى د صفاتو کيفيات او د قيامت، جنت، دوزخ او داسې نورو بشپړ معلومات .
مخکې مونږ دا خبره څېړلې ده، چې قرآن په عربي ژبې نازل شوى او عرب پرې ښه پوهېدل؛ “په أمي پېغمبر نازل شوى کتاب” تر سرليک لاندې د دې شننه او څېړنه ولولئ .
له تابعينو را وروسته محدثينو د حديثو د راټولولو او تدوين په ترڅ کې د “کتاب التفسير” تر عنوان لاندې په خپلو جوامعو کې د تفسير احاديث هم راټول کړل، د نورو أحکامو او مسائلو په ترڅ کې هم د ځينوآياتونوتفسير رانقل شوى دى اودمحدثينومفسرين هم معلوم وو. لکه : يزيد بن هارون السلمي، شعبة بن الحجاج، وکيع بن الجراح، سفيان بن عيينه، روح بن عبادة البصري، عبد الرزاق بن همام، آدم بن أبي إياس، عبد بن حميد، اسحاق بن راهويه، إمام مالک، إمام بخاري، ترمذي، ابن ماجه، ابوبکر بن المنذر نيشابوري، ابن أبي حاتم، ابن حبان، حاکم، ابوبکر بن مردويه او نور ګڼ محدثين مفسرين هم وو.


















