(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۵) الماس خدرخېل
د دفاع وزارت يوې نږدې سرچينې ويلي، چې په دې وروستيو کې د دفاع وزير جنرال عبدالله خان او لوی درستيز جنرال قدم شاه شهيم تر منځ اختلافات زيات شوي او يو بل ته يې سخت الفاظ کارولي دي.
سرچينه زياتوي، د دواړو جنرالانو تر منځ اختلافات په ګډ حکومت کې د ځينو کسانو د رتبو د ترفيع په اړه رامنځته شوي دي.
يادې سرچينه وايي، د دې اختلافاتو په دوران کې لوی درستيز قدم شاه شهيم دفاع وزير ته ويلي و چې پنځوس فيصده اردو زما ده او اجازه نه درکوم چې په دې اړه ته فيصلې وکړې.
ويل کېږي، په دفاع وزارت کې داسې کسان هم شته چې په يو کال کې يې څلور ترفيع ګانې اخيستې وي.
په همدې تړاو د نظامي چارو کارپوه داودسمنګانی وايي، دفاع وزارت کې دواړه چارواکي خپل کسان ځای پرځای کوي، وړ کسان پکې نه ليدل کېږي او دغه دواړه چارواکي د مصلحت له مخې ټاکل شوي، دواړه جنرالان نظامي وړتيا او تجربه نه لري.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د ګډ حکومت د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د واک پر سر جنجالونه او اختلافونه زيات شوي او د کارپوهانو په وينا نور نو د ګډ حکومت د شړېدلو ورځې په شمار دي.

















