کابل کې چاودنې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) زرغون خوږیاڼی

د کابل د دویمې حوزې اړوند په پل محمود خان سیمه کې د مقناطیسي ماین په توسط چاودنه شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي چې په چاودنه کې یو لنډکروزر موټر په نښه شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  صدیق صدیقي ازادۍ رادیو ته وویل، چې چاودنه د یو سرتیري بریدګر په واسطه رامنځته شوې ده، چې نږدې ۴ کسان یې وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

صدیقي نه ده روښانه کړې، چې وژل کسان څوک دي.

بلخوا په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، چې چاودنه د چسپکي ماین په توسط رامنځته شوې چې په یو لنډ کروزر موټر کې ځای پر ځای شوې و. سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې او امبولانسونه ورته تګ راتګ کوي.

تر اوسه د یادې چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button