لیکوال حمزه عابد
هر هغه څوک چې دښمن لري کوښښ کوي خپل دښمن ته چې له هره طریقه وي ماتې ورکړي. د مخالف لوري د کمزوري کولو لپاره د هیڅ شي استعمال نه دریغ کوي، څه چې یې په وس پوره او هر څه چې په لاس ورشي د متقابل دښمن د کمزوري کولو لپاره یې په کار اچوي.
په جنګ کې خپل دښمن پیژندل یو مهم او ارزښتناک کار دی، هر چا ته باید معلومات وي چې «دښمن یي له څه شي څخه بد وړي» کوم شی یې دشمن ته ستونزمن واقع کیدلای شي، ترڅو هغه عمل ترسره کړي او ماتې ورکړي.
تېره ورځ له ارګه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي وو، چې زمونږ او ستاسو د هیواد ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې له مشر سره لیده کاته کړي دي، ولسمشر مو له دې پلاوي څخه داسې یوه غوښتنه کړې ده زما په اند چې اوس به زمونږ په هیواد کې ماشومان او پسخندیان له خوشالۍ څخه په جامو کې نه ځاییږي، هغه ځکه چې دوی ته د مجلس د ګرمیدو لپاره یوه بله مهمه ټوکه ور پیدا شوه.
اشرف غني له جرارډر وان بوهمن څخه د طالبانو د مشر ملا هبة الله اخنزاده په تور لیست کې د شامیلیدو غوښتنه کړې ده، اوس دا خبره ضروري ده چې آیا اولسمشره! دا ډول بندیز به د طالبانو په جهادي بهیر کوم اغیز ولري او کنه؟
مونږ خو دا څو کاله وینو او دا رنګه پریکړې کیږي چې نن دا مشر په تور لیست کې شامل شو او نن دا؛ خو د دې پر ځای چې په طالبانو دغه بندیزونو اثر او د دوی په خوزښت کې کوم بدلون راولي برسیره طالبان نور پرمختګ کوي، په کارونو کي لا گړندي کیژي.
نو محترم ولسمشره!
له تا څخه هیله کوو چې اول خپل مخالف وپیژنه چې څوک دی، منظور یې څه دی او د څه لپاره یې ټوپک غاړې ته اچولی دی او کوم شی په ده بد اثر کوي.
بله مهمه موضوع داده چې په دې ورستیو کې د کابل حکومت په خوله د سولې نارې وهي او ځان د سولې د پروسې ملاتړی معرفي کوي؛ خو کومه خبره چې له حقیقت څخه لرې وي او په زړه کې د هغه متکلم د کړې خبرې عملي اجرأ نه وي هغه ډیره زر رسوا کیږي.
اشرف غني به ویل، زه سوله کوم او دې کنډ کپر هیواد ته سوله راولم؛ خو د نوموړي دا د ژبې په سر خبر پرون د یوه مجلس په ترڅ کې چې د ملا هبة الله اخندزاده تور لیست کې د شامیلیدو غوښتنه وشوه، بربنډه او ښکاره شوه چې ته رښتیا امن غواړې او که د امن په ضد اقدامات تر سره کوې!
افغان غیور ملته!
نور د دې پردي حکومت په خبرو مه غولیږئ!
دا حکومت خپلواک نه دی د دوی ټول اعمال او افعال د پردیو په اشاره دي.
ددوی گتي په سوله او ثبات کي نه، بلکي په جنگ کې نغښتې دي.
















