لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
خلک به د مرګ غوښتنه کوي
نبي کريمصلی الله علیه وسلم له دې خبرې هم خبر ورکړی چې داسې يو وخت به راشي په کوم کې به چې ظلم، فتنې او مصيبتونه ډير شي، تر دې چې يو سړی به د خپل ملګري له قبر سره په خوا کې تيريږي او دا تمنا به کوي : کاشکې په دغه قبر کې د خپل ملګري په ځای دی دفن (خښ) وای، ځکه له کوم رنګه تکليفونو، پريشانيو او مصيبتونو سره چې هغه مخامخ وي او کوم چې د هغه مخته را روان وي هغه به له مرګ څخه ډير تکليف رسوونکي وي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريمصلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَمُرَّ الرَّجُلُ بِقَبْرِ الرَّجُلِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي مَكَانَهُ( ([1]).
ژباړه : قيامت به تر هغه وخته رانشي تر څو چې داسې يو وخت نه وي راغلی چې يو سړی د يو چا له قبر سره په خوا کې تيريږي او داسې آرزو وکړي : کاشکې زه د دغه مړي پر ځای په دغه قبر کې دفن (خښ) وای.
حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي : په تاسو به داسې يوه زمانه هم راشي که چيرته په تاسو کې کوم کس ته د مرګ اخستل پيدا کيږي نو هغه به يې د اخستلو لپاره تيار وي ([2]).
دا حديث له هغو احاديثو سره معارض نه دی په کومو کې چې د مرګ له تمنا څخه منع راغلې، لکه چې نبي کريمصلی الله علیه وسلم فرمايلي : په تاسو کې هيڅوک د مصيبت راتلو په وخت کې بايد د مرګ تمنا ونه کړي ([3]).
نبي کريمصلی الله علیه وسلم چې د کومو خبرو پيشنګويي کړې هغه به په آخره زمانه کې واقع کيږي، هغه د مرګ ښکاره دعا او تمنا نه ده، بلکه دا د يوه سړي له زړه څخه راوتونکی دا خواهش دی چې کاشکې : هغه له دې بديو، فتنو، تکليفونو او پريشانيو څخه يو ډول نجات پيدا کړی وای، اګر که د مرګ په ذريعه ولې نه وای.
دا هم ضروري نه ده چې د قيامت له راتګ سره به د مرګ دغه تمنا د هر مسلمان په زړه کې وي، بلکه دا به د مختلفو هيوادونو د حالاتو او واقعاتو مطابق وي، د خلکو ايماني حالت، په مصيبت باندې صبر او تحمل او د تکليفونو برداشت کولو قوت به په هر وخت او هر ځای کې نه وي.
داسې وخت به راشي چې يو سړی به سهار مسلمان وي او ماښام کافر
نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د قيامت راتګ، د فتنو او خواهشاتو ډيروالی او د نيکو خلکو د کموالي له امله به حالات ډير په تيزي سره بدليږي، تذبذب او اختلاف به ښکاره شي، تر دې چې يو سړی به د سهار په وخت کې مؤمن وي او ماښام به کافر شي، يعنې په يوه حال به قرار نشي نيولای.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي :
بادروا باالاعمال فتنا کقطع الليل المظلم، يصبح الرجل مؤمنا ويمسی کافرا، او يمسی مؤمنا ويصبح کافرا، يبيع دينه بعرض من الدنيا( ([4]).
ژباړه : د تورې شپې د ټوټو په څير د فتنو له راتګ څخه مخکې مخکې نيک اعمال وکړی، يو سړی به د سهار په وخت کې مؤمن وي، مګر له ماښام کيدو د مخه به کافر شي، يا به د ماښام په وخت کې مؤمن وي، مګر له سهار کيدو د مخه به کافر شي، انسان به د يوې معمولي دنيوي فايدې په عوض کې ايمان خرڅوي.
د حديث معنی دا ده چې له دې وخت څخه مخکې مخکې، په کوم کې به چې د نيکو اعمالو تر سره کول ډير مشکل شي، نيک اعمال وکړه.
نبي کريمصلی الله علیه وسلم د دغو فتنو د سنګيني او شدت احساس داسې بيان کړی چې يو سړی به د ماښام په وخت کې مؤمن وي او د سهار په وخت کې به کافر شي، يا به د سهار په وخت کې مؤمن وي د ماښام په وخت کې به کافر شي، دا فتنې به دومره غټې او دردناکې وي چې په يوه انسان کې به په يوه ورځ کې دومره لوی بدلون راځي ([5]).
دا د هغې زمانې حال دی په کومه کې به چې د خلکو ايمان ډير کمزوری وي، د دين په باره کې به ډير شبهات وي، له دين څخه به قطعاً څوک خبر نه وي، د کوم له امله به چې دوی دين پريږدي يا به د کوم دنيوي مفاد او ذاتي مصلحت له امله د دين په باره کې به د هغه پښې لړزان پيدا کوي، زمونږ موجوده دور هم د همدې حديث مصداق دی.
د مساجدو ارايش (ډول سينګار) او پر هغه فخر کول
مسجد په اصل کې د عبادت لپاره وي او د الله تعالی کور دی، مسلمانان يې د الله تعالی څخه د اجر او ثواب حاصلولو په نيت جوړوي، مګر په آخره زمانه کې به يو شمير خلک جوماتونه جوړوي او هغه به په نقش او نګار سره ښايسته کوي، هر څوک به د خپل جومات په نقش، نګار او ښايست باندې فخر کوي، په دې سره به د لمونځ کونکو زړونه له عبادت څخه اوړي او هغه ته به متوجه کيږي، حضرت انس رضی الله عنه بيان کوي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي :
لاتقوم الساعة حتى يتباهى الناس في المساجد( ([6]).
ژباړه : تر هغه وخته به قيامت برپا نشي تر څو چې خلک پر مساجدو (جوماتونو) فخر ونه کړي.
ډيرو صحابه کرامو رضی الله عنهم امت له دې امر څخه خبر کړی چې هيڅکله بايد له ذکر، عبادت او له الهي اطاعت څخه توجه وا نه اړه وي او د مساجدو (جوماتونو) په عمده عمده تعميرونو، د هغو په تزيين او ارايش کې مشغول نشي، حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه فرمايي :
لتزخرفنها كما زخرفت اليهود والنصارى( ([7]).
ژباړه : تاسو هم د مساجدو (جوماتونو) داسې ارايش او زيبايش کوی لکه څنګه چې يهود او نصاری د خپلو عبادت ځايونو ارايش کوي.
امام بغوي رحمه الله فرمايي:
د تشييد معنی دی د عمارت پورته کول او لوړول، يهودو او نصاری ؤ هغه وخت خپل عبادت ځايونه په نقش او نګار مزين او ښايسته کړل کله چې دوی په خپلو کتابونو کې تحريف وکړ ([8]).
امام خطابي رحمه الله فرمايلي:
يهودو او نصاری ؤ هغه وخت خپل عبادت ځايونه او کليساوې نقش او نګار کړې کله چې دوی آسماني دين تحريف او بدل کړ، کله چې هغوی دين ضايع کړ نو خپله ټوله توجه يې تزيين او ارايش ته کړه ([9]).
په نني عصر کې د مساجدو د نقش او نګار څو انځورونه:
ديوالونه په مختلفو رنګونو رنګول، بيا پرې د مختلفو منظرو جوړول، د ډول ډول قيمتي قالينو غوړول، په چت کې د ډول ډول پړقيدونکو شيشو لګول، دا ارايشي اخراجات کله تر دې حده ورسيږي که مونږ دغه اخراجات سره را جمع کړو نو څو نور نوي جوماتونه پرې جوړيدلای شي، مونږ دا نه وايو چې مساجد دې ښايسته نه وي، د هغوی فرش دې ښه نه وي، يا دا چې د مسجد تعمير دې کمزوری وي، بلکه کوم شی چې منعه ده هغه يواځې د مساجدو په تزيين او ارايش کې له مبالغې او اسراف څخه کار اخستل دي، حضرت ابوالدرداء رضی الله عنه فرمايي:
کله چې تاسو د مساجدو په تزيين او ارايش کې مبالغه کوی او د قرآن کريم په نسخو باندې نقش او نګار کوی نو د ستاسو بربادي هيڅوک نشي منعه کولای ([10]).
([1]) صحيح البخاری، الفتن، حديث : ۷۱۱۵، وصحيح مسلم، الفتن، حديث : ۱۵۷، بعد الحديث ۲۹۰۷.
([2]) السنن الوارده فی الفتن للداني : ۳/ ۵۴۲.
([3]) صحيح البخاري، الدعوات، حديث : ۶۳۵۱، وصحيح مسلم، الذکر والدعا، حديث : ۲۶۸۰.
([4]) صحيح مسلم، الايمان. حديث : ۱۱۸.
([6]) سنن ابی داؤد، الصلوة، حديث : ۴۴۹، وسنن النسائي، المساجد، حديث : ۶۸۰، وسنن ابن ماجه، المساجد والجماعات، حديث : ۷۲۹، وسنده صحيح.
([7]) سنن ابی داؤد، الصلوة، حديث ۴۴۸، وصحيح البخاري، الصلوة، قبل الحديث : ۴۴۶.
([8]) فتح الباري شرح صحيح البخاري : ۱/ ۶۹۹.
([9]) عمدة القاري شرح صحيح البخاري : ۴/ ۳۰۳.
([10]) المصاحف لابن ابی داؤد : ۲/ ۱۱۰، وصحيح الجامع الصغير للالباني :۱/ ۱۶۲، حديث : ۵۸۵.

















