(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) زرغون خوږیاڼی
طالبانو رسنیو ته په یوه لیږل شوي خبر کې ویلي، چې د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ امنیه قومندانۍ یې د جګړې په جریان کې نیولې ده او د ولسوالۍ امنیه قومندان، د استخباراتو مدیر او د پولیسو د ټولي مشر یې هم په کې وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې تیره شپه د بکوا ولسوالۍ اړوند د خیراباد په سیمه کې د کندهار هرات پر لویه لاره نوې جوړه شوې امنیه قومندانۍ باندې د ۶ تنه نفوذي طالبانو په مرسته پراخ وسلوا ل بریدترسره شو.
د طالب ویاند په وینا په برید کې سپکې اودرنې وسلې وکارول شوې، چې په مهال یې امنیه قومندانۍ ته له شاوخوا پوستو هم ګڼ شمېر عسکر د کومک په موخه راورسیدل او سخته جګړه ونښته.
طالب ویاند وايي چې جګړې یونیم ساعت دوام وکړ، په پایله کې امنیه قومندانۍ د دوی د ځواکونو لاسته لویدلي ده او په کې ۲۰ تنه پولیس او قومندانان وژل شوي دي.
طالب ویاند وايي، چې په وژل شوو کې امنیه قومندان احمدخان، د استخباراتو مدیر جیلاني خان، د ټولي مشر فواد او ۲ ضابطان هم شامل دي.
دوی وايي چې په یاده قومندانۍ کې یې یو ثقیل، یو راکټ، یوه دهشکه، ۲۸ کلاشنکوفونه او یو موټر هم د غنیمت په توګه نیولي دي.
بلخوا د فراه ولایت چارواکو ویلي، چې تېره شپه پر بکوا ولسوالۍ د طالبانو لخوا برید وشو چې په کې ۱۳ تنه پولیس وژل شوي دي او ۸ پولیس نور نادرکه دي.
د بکوا ولسوال عوث الدین ازادۍ رادیو ته تایید کړې، چې د ولسوالۍ په عسکرو کې طالبانو نفوذ درلود، لومړی نفوذي عسکرو په هغو پولیسو برید کړی چې په ولسوالۍ کې میشت وو.
غوث الدین ویلي، چې په برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۸ نور نادرکه دي.
نوموړي ویلي چې اوس یې د ملي اردو کومکي قوې پر مټ د ولسوالۍ ودانۍ په خپله ولکه کې اخیستې ده.

















