ليکنه: عبدالرحمن محمود
وروسته له دې چې مسلمانان د ” عين التمر ” په غزا کې د حضرت خالدابن الوليد رض په قيادت کې پر نصاراو کامياب او فاتحين شول، مجاهدين د نصاراو قلعه (حصن) ته ور ننوتل، هلته په قلعه کې يې کليسا پيدا کړه چې په دې کليسا کې 40 هلکان بنديان وه.
حضرت خالد رض پوښتنه ورڅخه وکړه، چې تاسو دلته د څه لپاره راوړل شوي ياست او بنديان ياست؟، هغوى ورته وويل چې موږ له دوی سره ګرو( رهن) وو.
حضرت خالد رض دا ټوله مريان پر مجاهدينو وويشل، چا له ځانه سره وساتل، چا بيا خرڅ کړل. ددغه مريانو له جملې څخه يو مريي ” سيرين ” نوميده، حضرت انس ابن مالک رضي الله عنه رانيوه او بيا يې ازاد کړ.
مشهور د خوبونو معبر أو فقيه ” محمد ابن سيرين ” د همدغه سيرين ځوى دى.
بل د هغه مريانو له جملې څخه ” حمران ابن ابان الفارسي” و، چې حضرت عثمان رضي الله ازاد کړ، نوموړی هم د خپل عصر په هغه ممتازو فقهاٶ کې شميرل کيږي.
بل د هغه مريانو له جملې څخه ” يسار ” و، چي ” قيس ابن مخرمة ” ته په تقسيم کي ورسيدى، دا يسار د مشهور مٶرخ ” محمدابن اسحاق” نيکه دى.
بل له دغه مريانو څخه ” نصير ” و، چي د فاتح أندلس ” موسى ابن نصير رضي الله عنه” پلار دى.
















