چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

کابل کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی/ځانګړی راپور

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 18, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
7
ځلې شریک شوی
88
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۲۸لړم/۱۳۹۵، راپورتاژ: احمدالله مهاجر

له ډېر ې مودې راپدېخوا پلازمینه کابل کې داسې اصول جوړ شوي دي چې کاروباریان د ورځې خپل کارونه د ماښام له رابره کېدو مخکې په بیړه سرته رسوي، تر څو ماښام کې ونه لوټل شي، له ماښام څخه وروسته د غلو وېره ډېره زیاته قوي شوې ده.

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

خو کابل مېشتي دغه محصور او له اندېښنو ډک ژوند ځکه زیات اندېښمن کړي دي، چې د دغه اصولو د مراعات کولو اعلان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا شوی دی، که څوک هم سرغړاوی ترې وکړي، نو په خپله د امنیتي ځواکونو له خوا لوټل کیږي او د اندېښنې بل لامل یې دا هم کېدای شي، چې د سیمې ماشومان د قانون په مراعات کولو باندې سر نه خلاصیږي، نو لازماً داسې پيښيږي چې له کور څخه ووځي، نو په دې صورت کې واړه ماشومان هم خپله جزا ویني او د سړي تښتوونکو له خوا تښتول کیږي او د خوشي کېدو په صورت کې ترې پیسې غواړي؛ خو له کابلیانو سره دا سوال دی، چې دا سړي تښتوونکي او غله څنګه ازاد ګرځېدلای شي؟ او د امنیتي ځواکونو له لوري نه نیول کیږي، نو حتماً د کاسې شاته شاکاسه شته چې مونږ یې نه وینو.

یو تن کابل مېشتی وايي:

«زمونږ د همسایه وو واړه یې وتښتول، نو مونږ له همدغه ډاره نشو کولای، چې له ماښام وروسته ښار ته راووځو، که ښار ته راووځو نو له یو لړ خطراتو سره مخ کیدای شو.»

پلازمینه کابل کې سرتیري بریدونه او د نا پېژانده وسله والو له خوا خونړي بریدونه هم ترسره کیږي، چې کابل مېشتي د دغو بریدونو او د جنائي پېښو څخه هم پوزې ته راغلي دي.

دوی ته ستر سر خوږی دا هم دی، چې له موټرانو څخه يې پليټونه غلا کیږي.

سړي تښتوونکي څوک دي؟

وړاندې هم څوځله په پلازمینه کابل کې تنکي او معصوم ماشومان وتښتول شول، کورنیو یې د رسنیو له لارې د څرګندونو پر مهال وویل، چې د دوی د ماشومانو په تښتول کېدو کې د امنیتي ځواکونو لاس دی.

د اباسین شهید پلار د اباسین له شهادت وروسته د رسنیو له لارې وویل، د ده زوی یې چې کله تښتولو، نو  امنیتي ځواکونو رېنجر موټر هم په دغه لاره روانه وه، مونږ اواز ورکړ، چې زوی یې رانه یووړو، مګر دوی هېڅ التفات رانه کړ.

همدا راز فراهي ماشوم نوید هم د ملي امنیت د تحقیق د مدیر په کور کې پیدا شو.

او په خواله رسنیو کې دا ډول انځورونه خپار شول، چې د ماشوم نوید له تښتوونکو څخه یو تن د امنیتي ځواکونو کارمند ثابتوي.

دا مهال هم کابل ښاریان وايي، چې غله د امنیتي ځواکونو په جامه کې د پلټنو په پلمه له کورونو غلا او شوکونه کوي.

د کابل د تیمنو سیمې د یوه تن اوسېدونکي کور ته د امنیتي ځواکونو په جامه کې کسان ورغلي وو، له کور څخه یې غلاوې او شوکونې کړې وې او بې عزتي یې هم ور اړولې وه، د اوسېدونکي له قوله چې سهار یې په حوزه کې ریپوټ چا نه اخیستلو.

مبصرین هم وايي، دا غله خو یا خپله امنیتي ځواکونه دي او یا هم د دوی سره ټینګه اړیکه لري، ځکه د پلازمینې ښار کې خلک په عادي جامو کې هم نه شي ګرځېدلی نو د ټوپک او په پوځي جامه کې به څنګه د خلکو کورونه تلاشي کړي؟!!

بي بي سي پښتو ته یو تن کابل مېشتي ارین وویل، چې په کابل کې امنیت د اندېښنې وړ دی، نوموړي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې خپله کیسه وکړه.

«د شپې اته بجې وې، کورته روان وم، چې له یوه موټر څخه وسله وال کسان راښکته شول، زه یې له موټر څخه کوز کړم، لومړی ې ووهلم او بیا یې زما ۲۰۱۲ ډوله کرولا موټر وتښتاوه.»

ارین زیاته کړه، چې د نوموړي کرولا موټر یې داسې مهال وتښتاوه، چې دوی ته نږدې د پولیسو پوسته هم وه.

سږ کال د جنايي جرمونو شمېره څومره ده؟

د کابل د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر فریدون عبیدي وايي، چې تخمیناً سږ کال په کابل کې تر ټولو ډېرې پېښې د ټپي کېدو دي، چې ښايي شاوخوا ۳۰۰ شمېر ولري، د وژنو د پېښو شمېر شاوخوا ۱۰۰ ښودل شوی دی او ګڼې نورې پېښې لکه غلا هم ترسره شوي دي.

عبیدي دا دعوه هم کړې، چې د پخوا په پرتله په کابل ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی او جنایي پېښې هم کمې شوي دي.

یو شمېر کسان بیا په دغو شمېرو نیوکه کوي او وايي، چې دا اټکل ناسم دی.

له بلې خوا د ولسي جرګې امنیتي کمیسون مرستیال عبدالحی اخندزاده د عبیدي دغه څرګندونې ناسمې بولي او وايي چې د تېر په پرتله دوی ته د کابل د امنیتي وضعیت په اړه شکایتونه ډېر شوي دي او دعوه کوي، چې د پخوا په پرتله درې برابره د پېښو کچه زیاته شوې ده او دلیل یې دا دی، دوی چې هره امنیتي غونډه دایره کوي نو د کابل له هرې حوزې خلک ورته راځي او له امنیتي وضعیت څخه شکایتونه ورته کوي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مرزا محمد یارمند وايي:

«کابل کې ځکه امنیتي پېښې ډېریږي چې په دغه ښار کې سیاسي او عادي مجرمین مشران فعالیت کوي او پېچلي جرمونه ترسره کوي.»

د یادولو ده، په کوم ځای کې چې افغان ځواکونه واکمن وي، هلته نا امني او جنايي پېښې زیاتې ترسره کیږي او په کوم ځای کې چې مقابل لوری طالب وسله وال واکمنان وي، هلته سوکاله، اسلامي او با ثباته نظام وي، چې د حق او باطل ښه څرګند تظاهر دی.

مخکینې مطلب

فراه: د بکوا ولسوالۍ امنیه قومندانۍ د طالبانو لاسته لویدلې ده، امنیه قومندان مړ

بل مطلب

 طالبان: په زندانونو کې له بنديانو سره د کابل ادارې ظالمانه چلند اوج ته رسېدلی

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com