کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ ځایي خلک وايي، دغه ولسوالۍ له ۶ ورځو را هیسې د طالب جنګیالیو له لورې تر سختې محاصرې لاندې وه، چې بېګاه شپه د طالب جنګیالیو لاسته ولوېده.
همدا راز ذبیح الله مجاهد زمونږ همکار ته ویلي دي، د دوی جنګیالیو یاده ولسوالۍ له ۶ ورځو را هیسې تر سختو بریدونو او محاصرې لاندې نیولې وه، چې برید نن سهار پای ته ورسېد او د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، بازار، امنیه قومندانۍ ښاروالي، امنیت، د زنجیر پوسته او نورې ټولې پوستې په مکمله توګه د دوی د جنګیالیو لاسته لوېدلي دي.
مجاهد ویلي دي چې افغان ځواکونو ته یې سخت تلفات اړولي دي، چې ۴ رېنجر موټر یې سوځولي دي، او له افغان ځواکونو څخه پاتې یو ټانګ او یو رېنجر او نور ګڼ شمېر مهمات د طالب جنګیالیو لاسته لوېدلي دي.
مجاهد وايي چې اوسمهال په پي آر ټي او د دتيپه په پوست کې افغان ځواکونه تر کلکلې محاصرې او بریدونو لاندې دي، چې په اړه به یې نور جزئیات وروسته درکړو.


















