کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار څخه په ترلاسه شويو خبرونو کې ویل شوي دي چې د طالب جنګیالیو له لورې پر یو شمېر امنیتي پوستو سخته جګړه روانه ده.
د هلمند د والي ویاند ښاغلی عمر ځواک رسنیو ته ویلي دي چې دا جګړه تېره شپه پیل شوه چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
ځواک وايي چې په دغه سیمه کې د طالب جنګیالیو د شتون له کبله امنیتي ځواکونه دې ته اړ شول چې تر څو په دغه سیمه کې عملیات پیل کړي.
د یوې بلې امنیتي سرچینې چې له نوم اخېستلو څخه یې ډډه کړې ده رسنیو ته ویلي دي چې اوسمهال د طالب جنګیالیو له لورې په باباجي، لوچک او لوی مانده سیمه کې درنده جګړه روانه ده، چې تر اوسه پورې دوو امنیتي پوستو سقوط کړی دی.
همدا راز د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې د دوی جنګیالیو بېګا شپه د لښکرګاه اړوند د باباجي د لوی مانده په سیمه کې د بوغرا د غاړې پر امینتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې اوس هم په شدت سره دوام لري.
ښاغلی مجاهد وايي چې تر اوسه پورې ۶ پوستې نیول شوي دي، او د ۳۲ تنو افغان ځواکونو مړي د جګړې په ډګر پراته دي.
مجاهد د ګڼ شمېر رینجرموټر، کرولاموټر اوپه زیاته پیمانه د سپکو او درنو وسلو او نورو مهماتو د نیولو خبر هم ورکړی دی، او زیاتوي چې پراخه سیمه د دوی د جنګیالیو ترکنټرول لاندي راغلې ده.
د جګړې په اړه به نور مالومات وروسته خپاره کړل شي…


















