جواد څارګر
د یرغل او اشغال پر وړاندې مسلح جهاد فریضه ده، که څوک یې کړي غاړې یې خلاصې دي او که یې نه کړي غاړې یې بندې دي.
البته جهاد ځینې مهال د فرض لمونځ په څېر، فرض عین ګرځي او ځینې مهال بیا فرض کفایي وي.
مفسرین او فقهاء کرام پر دې متفق دي، که کله هم کفري پوځیانو د مسلمانانو پر خاوره یرغل ور ووړ، پر ټولو مسلمانانو که د شرق وي او که دغرب، جهاد فرض عین ګرځي.
دمګړۍ پر ټولو مسلمانانو جهاد فرض عین دی؛ فلسطین محاصره دی، په چیچن کې مسلمانان مستعمره دي، کشمیر د ښکېلاک په منګولو کې دی، عراق او افغانستان د غربي تاړاک تر مستقیم تجاوز لاندې دي او…
له بده مرغه چې د سایکس او پیکو کښل شوو کرښو په لومړي قدم کې مسلمانان سره ووېشل او بیا یې د هر یوه جلا ـ جلا ټکولو ته برید ښخ کړ.
زموږ د وطن هغه قشر چې دغرب هواګانو یې اذهان فاسد کړي یوه خبره تل کوي؛ جهاد یواځې پر افغانانو او افغانستان کې فرض دی؟ دا نور خلک یې ولې نکوي چې موږ ورته تمبه یو او له کلونو راهیسې خپل در او دیار ورانوو؟!
د فرایضو پر اړه د یوه مسلمان لپاره داسې پوښتنې د تعجب وړ دي.
موږ نه وایو چې جهاد یواځې د افغانستان تر جغرافیې ځانګړی دی البته موږ کله تهاجمي جهاد کړی؟
دا خلک ولې له یرغلګرو نه پوښتي چې ولې موږ نه پرېږدئ چې یو ځئ بل راځئ؟
ولې له هغو لنډه غرو نه پوښتي چې د هر یرغلګر پر اوږو سپاره زموږ هیواد ته راځي او پر موږ بمونه وروي؟
که مو د انګرېز سره جهاد نه وای کړی، نن به موږ ته هم خلکو د هېرامنډیي پیغور راکاوه، که له روسانو سره مو جهاد نه وای کړی، اوس به مو د تاجکستان او ازبکستان په څېر، راغلیو میلمنو ته خپل نوامیس عرضه کول.
غزنوي به د ترمذي په څېر نومورکی پروت و او د ابدالي او میرویس خان ټاټوبی به مو د امام مسلم او امام بخاري ‘رضي الله عنهما’ د ټاټوبي په څېر تاریخي حیثیت له لاسه ورکړی و؛ د قرطبې د جامع غوندې به زموږ په خشتي مسجد کې آسونه تړل کېدل او د مسلمانۍ به تنها نوم راپاته و.
درځئ یوه شېبه به ستاسې ومنو او روان مقاومت به د جهاد له زُمرې وکاږو.
زموږ پر هیواد یرغل شوی، موږ یې پر ضد جهاد نکوو بلکې له خپل هیواده دفاع کوو.
ددفاع حق نو غربي نظامونه هم راکوي، په دغې دفاع کې به سوک، څپېړه او ټوپک او توفنګ ته هم ضرورت پېښېږي؛ څه وکړو هر څه ورته پرېږدو؟
که یې پرېږدو افعاني غیرت اجازه راکوي؟
که یې نه پرېږدو منحیث مسلمان، داسې کومه طرحه لرئ چې مقاومت وکړو، سرونه وښېندو او له نعمتونو مالامال جنت او ابدي خوښۍ دځان کړو؟
اصل خبره دا نه ده چې جهاد تنها همدلته فرض دی او بس. بلکې اصل خبره دا ده چې غربیان پوهیږي چې افغانان تر بل هر چا غښتلي مسلمانان دي، ځکه یو ځي او بل راځي.
که غواړئ غربیان مو دین درڅخه واخلي، نوامیس مو تار ـ تار کړي، پښتني غیرت مو د بنګالي او نیپالي تبع سره مساوي کړي، د اشغالګرانو سره له مقاومته لاس واخلئ او که پر خپله خاوره خپل واک او خپل دین غواړئ او نوامیس او شتمنۍ مو خوندي غواړئ، له جهاد پرته بله لاره نلرو.
په پای کې یو وار بیا تکراراً وایم؛ زموږ جهاد دفاعي دي، ستاسې دا پوښتنه چې ولې مو افغانستان د جهاد ډګر ټاکلی، له موږ مناسبه نه ده، بلکې له هغو اشغالګرو یې وپوښتئ چې ولې موږ آرام ژوند ته نه پرېږدي؟

















