افغان پوځي څارنوال د بډو اخیستو په تور په بند محکوم شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) زرغون خوږیاڼی
د اداري فساد د سترو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي محکمې د نظامي څارنوالۍ پخوانی رئيس د بډو اخیستو په تور په دوه کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړ.
دغې محکمې د بډې اخیستلو مستنده ویډیو د محکمې ګډون والو ته ښودلې او یاد مجرم څارنوال چې عبدالحۍ جرئت نومیږي په کې لیدل کیږي چې ۵۰ زره افغانیۍ یې د بډې په توګه له جیبه راویستل کیږي.
عبدالحۍ د پوځي جنرالۍ رتبه هم لري په دې تورن دی چې د یوه بل تورن له ملاتړي يې پر هغه د لګېدلي تور د لرې کولو لپاره له هغه پنځوس زره افغانۍ اخيستې دي.
د دغه محکمې د پلاوي رئیس شیراقا منیب د ياد حکم د صادرولو پرمهال وویل چې دغه حکم وروستی نه دی او محکوم شوی شخص کولای شي د استیناف غوښتنه وکړي.
نوموړي وویل، عبدالحی جرئت د عبدالشکور زوی مو، د رشوت اخیستو په قضیه کې د جزا قانون د ۲۵۵ مادې له مخې، د نظارت او توقیف د پېل څخه په دوه کاله او شپیږ میاشتو تنفیذي بند او پنځوس زره افغانۍنقدي جریمې مجازات کړی.
دغې محکمه نږدې۵ میاشتې وړاندې وړاندې جوړه شوې چې دا یې دویمه دوسیه وه چې په اړه یې یاد حکم صادر کړ، له دې مخکې یې د غزیزي بانک د مشتریانو د خدماتو پخوانی امر چې د ۱۵۲ زره ډالرو په غلا تورن شوی و په ۱۰ کاله او ۸ میاشتو بند محکوم کړی و چې د یادو پیسو بیرته سپارل هم پکې شامل شوي وو.
ځینو څيرو د یادې محکمې پر دې پریکړو نیوکه کړې ده، چې دغه بنسټ باید په پخپلو لومړيو غونډو کې د د ميليونونو ډالرو د غلا او اختلاس لويې قضيې وڅېړي. دوی وايي چې دې محکمې ددې له کبله د یوه څارنوال په محاکمه کولو خپل کار پېل کړ، چې وښيي دوی په ريښتیا هم غواړي سمون له ځانه پېل کړي؛ خو ولې د همدې محکمې پر میز د لویو غلاو او تورونو قضیې شته چې زیاتره یې لوړ رتبه چارواکي دي او دوی هم په اړه چوپه خوله دي.
په هیواد کې خلک د حکومت په قضايي او عدليې ارګانونو بې باوره شوي او تر ډیره اوس وګړي خپلې دوسیې د طالبانو مخې ته وروړي چې ددوی په وینا بغیر له بډو اخیستلو يې په اړه کره او سمه پریکړه کیږي.



