(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۹) زرغون خوږیاڼی
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوئټه ښار کې وسله والو کسانو په ایف سي پولیسو ډزې کړي، چې په کې ۴ پولیس وژل شوي دي.
د ځايي پولیسو په وینا د کویټې ښار په فاطمه جناح سرک سره وسله والو کسانو د ایف سي پولیسو په عسکرو ډزې وکړې، چې د ایف سي ۲ عسکر او یو پولیس ځای پر ځای ووژل شول او د ایف سي یو بل عسکر روغتون ته پر لاره د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
ددوی په وینا په ډزو کې یو ملکي وګړي ټپي شوی او وسله وال برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.
سیمې ته نور امنیتي ځواکونه رسیدلي او هلته یې د وسله والو په اړه پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه د یادې پيښې مسئولیت چا نه دی منلی.
د یادونې وړ ده چې تيره مياشت هم دبلوچستان په کوئټه ښار کې د پوليسو په يو روزنیز مرکز سرتیری بريد وکړ چې په کې تر ۱۸۰ ډيرو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د پيښې مسئولیت داعش او جماعة احرار دواړو ډلو منلی و.
















