نظر محمد مطمئن،عادي او که سیاسي مجرم!؟

لیکنه: عبیدالرحمن “رحیمي ” د حقوقو او سیاسي علومو محصل او لیکوال!
د جزا د حقوقو او قانون پر آساس سیاسي مجرمین نسبت عادي او نورو مجریمینو ته د محاکمې په برخه کې یو لړ آسانتیاوې لري، چې دا آسانتیاوې له محکمې مخکې، د محکمې په جریان کې او له محکمې وروسته د دوي په اړه په نظر کې نیول کیږي.
سیاسي جرم د اختصاصي جرم له جملې څخه دۍ او د دې جرم مرتکبین هم ځانګړي خلک دي او دغه ډول مجرمین د ټولنې لپاره د روښانه راتلوونکي لارې څاري.
په عمومي ډول د ټولو مجریمینو لپاره انګیزه هغه مهم اصل دۍ، چې سیاسي مجرمین له عادي مجرمینو بیلوي، او دغه انګیزه د مجرمینو په اړه په دوه ډوله ده، چې لومړی یې دني (پسته /ټیټه) او دوهم یې عالي او لوړه انګیزه ده.
سیاسي مجرمین د خپل جرم په بنسټ د عالي او لوړې انګیزې لروونکي دي، دوی د عادي مجرمینو په پرتله محترم او د عادي او نورو مجرمینو په پرتله د محاکمې په وخت یو زیات شمیر سهولتونه لري.
د انګیزې پر بناء یې له عادي مجرمینو سره اهم فرق دا دۍ، چې سیاسي مجرمین غیر قابل استرداد ګڼل کیږي. په دوهم قدم کې دوي حکومت کوونکو ته د حکومتوالۍ نیمګړتیاوې په ګوته کوي او د اصلاح،معالجې او ښه راتلوونکي لپاره یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي. د همداسې(ښه او غوره) بدلون لپاره خپلې شخصي ګټې تر ملي ګټو قربانوي، حتی د بر سر اقتدار، قدرت او حکومت له منځه تلل هم غواړي، خو په دې نیت چې تر دې په ښه ډول او روښانه راتلوونکي بیلګه و اوسئ.
نو پدې آساس د پرون ورځې سیاسي مجرمین د نن ورځې رهبران دي او د نن ورځې سیاسي مجرمین به د صبا ورځې رهبران اوسئ او په همدې ډول به دا لړۍ دوام لري.
اما عادي مجرمین بیا د داډول انګیزې او اوصافو څخه خالي دي، د هغوي لپاره شخصي ګټې تر بل هر څه مهمې ښکاري او د تر لاسه کولو لپاره یې د هرډول عمل لپاره چمتو او هڅې کوي .
نو پدې توګه باید د سیاسي او عادي مجرم تر منځ فرق وکړو او په ښه ډول يې وپیژنو!
نظر محمد مطمئن سیاسي مجرم دۍ او باید چې د حکومت لخوا ورسره د عادي مجرم چال چلند ونه شي، او نه هم د عادي مجرم په سترګه ورته وکتل شي!!!
د دولت لخوا د نوموړي توقیف په مکرر ډول؛ د آزادۍ په تندي تور داغ دۍ!!!
درنښت!



