مصر د لیبیا له وسله وال پوځه ملاتړ اعلان کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) زرغون خوږیاڼی

د مصر حکومت د لیبیا له وسله وال پوځ څخه ملاتړ اعلان کړی دی.

د مصر ولسمشر په ټینګار سره ویلي دي، چې قاهره د لیبیا له ملي پوځ نه ملاتړ اعلانوي، ځکه چې د لیبیا اردو کولی شي په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندې مقابله وکړي، نوموړي زیاته کړې چې د لیبیا په وسله وال پوځ د وسلو په برخه کې لګیدلي بندیزونه باید لغوه شي.

د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي په یوه وینا کې څرګنده کړې ده، چې حکومتونو نسکورول په ملتونو کې د افراطي ډلو د پیدا کیدو سبب ګرځي.

ځايي خبرې سرچینې الیوم السابع ويلي، چې عبد الفتاح السیسي د لیبیا د ملي اردو څخه د ملاتړ په تاکید وویل، نه یواځې دا چې د داعش په وړاندې مبارزه وکړو بلکې له ټولو افراطي ډلو سره باید په مبارزه لاس پورې کړو.

د نوموړي په وینا اوسمهال د لیبیا وضعیت پیچلی دی او په دې برخه کې د قاهرې دریځ روښانه دی، زموږ دریځ دی څو د لیبیا خلکو او پارلمان ته چې اوس یې کاري موده پای ته رسیدلې ده، درناوی وکړو.

 د مصر ولسمشر دا هم وويل: که چيري په لیبیا کې افراطي ډلو ته د وسلو د راتګ مخه ونه نيسو، د ګاونډي هیوادونو او اروپا لپاره به خورا ستونزمن شرایط وزیږوي.

السیسي وویل، مونږ د لیبیا سره ۱۲۰ کیلومتره ګډه پوله لرو، که چیرې د لیبیا اردو نه وي هم په دې برخه کې د امنیت د ټینګولو مسئولیت زموږ په غاړه دی، که چیرې نړیواله ټولنه په لیبیا کې د بیدیل حکومت په فکر کې وي دا به د هیچا په ګټه نه وي.

د یادونې وړ ده، چې په لیبیا کې د قذافي له پرځولو وروسته دغه هېواد د جګړو په ډګر بدل شوی دی او یوه لویه حکومتي خلا رامنځته شوې ده، چې تر ډيره هر قوم په خپله سیمه خپل تسلط لري، یو ددوی نه د پخواني ولسمشر قذافي خپل قوم دی چې تر ډیره پکې حکومتي عسکر تر بریدونو لاندې راځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button