مریخ کې د کنګل شویو اوبو لاندې پټ یو ستر سمندر موندل شوی

کابل ټکی کام ۳لېندۍ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

ناسا اقلیم څېړونکې ادارې خبر ورکړی دی، چې د امریکا او کاناډا جیوفزیک پوهانو په مریخ کې د کنګل شویو اوبو لاندې پټ یو ستر سمندر موندلی دی.

دغې ادارې ویلي دي، چې د اوبو دغه کنګل د مریخ په لویدیځه برخه کې د استواء کرښې او د شمالي قطب ترمنځ موقیعت لري.

د اوبو دغه کنګل (۵۰-۸۰) سلنه له اوبو، شګو او ګازونو څخه جوړ شوی دی او په ۱-۱۰ متره ژوروالي کې موقعیت لري.

ناسا څېړنیزې ادارې دغه خبر د (Geophysical Research Letters) مجلې په حواله خپور کړی دی.

دغې ادارې د دغې مجلې د خبر له مخې ویلي دي، چې پوهانو دغه سطحه په (MRO Mars Reconnaissance Orbiter) سپوږمکۍ کې د (SHARAD Shallow Radar) نومې رادار په مټ موندلې ده.

ناسا څېړنیزې ادارې زیاته کړې ده، چې د اوبو دغه کنګل له ۸۰ څخه تر ۱۷۰ مترو پورې ډبلوالی او ۳.۱۴۳ زره کیلو متره مکعب حجم لري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button