(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۴) زرغون خوږیاڼی
په ولسي جرګه کې د شورای نظار غړي حفیظ منصور تېره ورځ وویل، چې په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس تروریزم تربیه کوي.
دده په وینا، د ترورویزم مفکوره په مسجد او د اسلامي ثقافت په تدریس کې ده.
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي حفیظ د چهارشنبې په ورځ وویل، د جوماتونو او اسلامي ثقافت د تدریس له امله د تروریزم سره مبارزه ناکامه شوې ده، ده ددې ناکمۍ پړه په حکومت او شورای نظار ور واچوله.
ده په خپله وینا کې دا هم وویل، چې د تروریزم فکر سینه په سینه یو بل ته لیږدول کیږي، ده زیاته کړه چې زیاتې تروریستي پیښې د حج او اوقافو وزارت، لوړو زده کړو وزارت، اطلاعات او کلتور وزارت او د علماءو شورا له امله منځته راځي، ځکه چې په مسجدنو او پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس تروریزم تربیه کوي.
په ټولنیزو رسنیو کې د ولسي جرګې د غړي حفیظ ددې وینا په اړه سخت غبرګونونه راپاریلي دي او د نوموړي دا کار یې په هیواد کې لادینیت ته لاره هوارول بللي دي.
حفیظ منصور د شورای نظار جبهې غړی دی، چې د کابل په خپلمنځي جګړو کې یې خپله ونډه له هیچا کمه نه وه، د کابل ښار په ورانولو او عامو وګړو په ترور او وژنو کې فعال غړی پيژندل شوی دی.


















