پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده تر ۲۰۱۷ دسمبر پورې وغځوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۴) الماس خدرخېل

د پاکستان د وزيرانو شورا پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې افغان کډوال د ۲۰۱۷ م کال تر دسمبر مياشتې پورې په رسمي ډول پاتې کيدلی شي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې اورنګزيب رسنيو ته ويلي، چې د پاکستان د کابينې غونډې په سمدستي ډول د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوله.

ويل کېږی، چې د وزيرانو شورا په بله غونډه کې به د افغان کډوالو په اړه په ځانګړي پلان خبرې ترسره کېږي د افغان زده کوونکو، ناروغانو او سوداګرو په بېلابېلو برخو کې د وېشلو او په اړه یې د تګ لارې جوړولو، پاکستاني مېرمنو سره د واده کوونکو افغانانو او ناروغانو لپاره د ويزو ورکړه په پام کې نيول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان سياسي ګوندونو له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې د راجستر کډوالو په پاکستان کې د پاتېکېدو موده دې د ۲۰۱۷ کال تر پایه له غځولو سره سره غېر راجستر افغان کډوال هم راجستر کړي.

وړاندې د پاکستان حکومت کډوالو ته د ۲۰۱۷ کال مارچ میاشت پورې په دغه هيواد کې د اوسېدو وخت ټاکلی و.

د یوې شمېرنې له مخې، پاکستان کې اوسمهال د ثبت شوو کډوالو شمېر ۱،۵ ميليونه دی، خو د غير راجسټر کډوالو شمېر يو ميليون ته رسېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button