ترکيه: چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۴) زرغون خوږیاڼی

د ترکيې د رسنيو له قوله، چې د ادانا په ولايت کې چاودنې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ويل کېږي، چاودنه نن سهار مهال د ادانا ولايت ودانۍ ته څېرمه د موټر په تم ځای کې شوې، چې ۲ تنه يې وژلي او ۱۶ نور ټپيان دي.

د پېښې ځای ته پوليس ورغلي او ټولې لارې يې د ترافيکو پر مخ تړلي دي، د پېښې قربانيان د تداوۍ په موخه نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ترکي چارواکو د ياد بريد غندنه کړې او دا يې يو ترهګريز بريد بللی.

تر دې دمه د پېښې مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی، خو وخت ناوخت د ترکيې په ځينو ولايتونو کې بمي بريدونه ترسره کېږي، چې د دغه هېواد چارواکي يې مسؤليت د پي کاکا ډلې پر غاړه وراچوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button