ولسمشر په یو رسمي سفر ترکمنستان ته ولاړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۵) زرغون خوږیاڼی
نن ماښام ناوخته ولسمشر اشرف غني د یو لوړ رتبه هیئت په ملتیا په یو درې ورځینې رسمي سفر ترکمنستان پلازمینې عشق اباد ته ولاړ.
ولسمشر اشرف غني د ((نړیوال باثباته تراسپورت کنفرانس)) کې د ګډون لپاره د ترکمنستان هیواد عشق اباد ښار ته ولاړ، چې یاد کنفرانس د ملګرو ملتونو د سر منشي بان کي مون تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي.
په یاد کنفرانس کې دسیمې د نورو هیوادونو استازي هم ګډون کوي، ویل کیږي چې یاد کنفرانس ته به جمهور رئيس اشرف غني خپله وینا هم واوروي.
همدا رنګه ویل کیږي، چې ولسمشر اشرف غني به د اسیا د اورګاډي نړیواله پټلۍ پرانیست غونډه کې (امام نظر نه تر اقینه بندر پورې)هم ګډون وکړي، چې د ترکمنستان په ترکمن اباد ښار کې جوړیږي.
د ترکمنستان هیواد د اتامرادـ امام نظر اورګاډي پټلۍ چې ۸۸ کیلومتره اوږدوالی لري د ترکمنستان هیواد له لوري جوړه شوې ده، چې ۸۵ کیلومتره په ترکمنستان هیواد کې او ۳،۵ کیلومتره افغانستان ته د اقینه بندر له لارې ننوځي.
د یادې اورګاډي پټلۍ له لارې به افغانستان د لاجوردو له لارې سره وتړل شي.



