سوني کمپنۍ د سترګو پواسطه د ویډيو ریکارډ کولو غمی جوړ کړی

عبدالهادي همت

سوني کمپنۍ د سترګو لپاره داسې غمی جوړ کړی، چې د ویډیو ثبت کولو او پلی کولو وړتیا لري.

د تلویزیون، ليپ ټاپ او سمارټ فون زمانه په زړیدو ده، برطانوي اخبار ډیلي سټار په وینا، مخکې غمي صرف د نظر د حفاظت لپاره استعمالیدل؛ خو اوس  سوني کمپنۍ ددې یو حیرانونکی استعمال موندلی، هغه داسې چې غمی د یو سکرین په ځای استعمالیدای شي.

کمپنۍ داسی یو آله د سترګو لپاره جوړه کړې، چې د ویډیو ریکارډ کولو نه ورسته په پلی کولو سربیره د exposure adjustment او زومینګ (zooming) صلاحیت هم لري.

د راپور مطابق سوني تیر کال ددې غمي د ایجاد سند اخیستي و او سږ کال یې ددې لومړنۍ کامیابه تجربه وکړله.

د عملي ښکارندويي لپاره د کمپنۍ له طرفه یوه ویډیو هم خپره شوې ده، چې تر اوسه پنځه نیم کروړه خلکو کتلي او ۱۵۸ زره خلکو شیر کړې ده.

که څه هم ډیری خلک په دې خوښ دي؛ خو ځیني بیا وايي چې کیدای شي څوک یې د جاسوسۍ او یا د نورو د معلموماتو د غلا کولو لپاره وکاروي.

دا غمی د سترګو له پاسه په داسې توګه کیښودل کیږي، چې غمی یې د سترګې له غمي سره برابر وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button