مظاهره چيان: که د کار زمينه برابره نه شي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت به وتړو

کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

لسګونو ځوانانو نن په کابل ښار کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت مخې ته مظاهره وکړه او ګواښ يې وکړ، چې که په يوه اونۍ کې دننه دننه وزارت ورته د کار زمينه برابره نه کړي، د وزارت دروازې به وتړي.

دغه ځوانانو چې شمېر يې لسګونو کسانو ته رسېده، د دولت پر ضد سخت شعارونه ورکړل.

هغوی وويل: «موږ کار غواړو، بې کاري د نا امنۍ برابر ده، بېکاري ناروغي ده، بې کاري زموږ د تېښتې لامل دی او…».

د مظاهره کوونکو يوه تن ايمل احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل: «۴ کاله کېږي د هېواد له يوه پوهنتونه فارغ يم خو تر دې دمه بې کاره يم».

هغه زياته کړه، څوک مو په کيسه کې نه دي، مظاهرې مو وکړې، ډېر اميد مو و، چې حکومت به به د کار زمينه راته برابره کړي، خو د دې پر ځای چې دولت د کار زمينه برابره کړي، برعکس له حده د ډېرو ځوانانو د بې کارۍ لامل جوړ شوی دی.

د مظاهرې ګډون کوونکو په کلکه ګواښ وکړ، چې که په يوه هفته کې دننه ورته وزارت مثبت ځواب ونه وايي، بې کاره ځوانان به د دې وزارت دروازې وتړي.

يوه بل تن زياته کړه، د دولت نږدې ټول کار کوونکي هغه خلک دي، چې يا يې خپلوان او يا قومي تن وزير يا بل لوړ پوړی چارواکی وي، له دې پرته تقرري ناشونې ده.

د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې ويلي دي، چې په هېواد کې نږدې ۱۶ مليونه کسان د کار وړتيا لري، خو په دې کې یوازې ۳ میليونه يې په کار بوخت دي او ۱۳ میليونه نور ټول يا وزګار دي او يا هم په ډېر لږ آمدن کارونه کوي.

د نړيوال بانک د يوه راپور پر اساس د افغانستان په بې روزګاره ځوانانو کې هر کال نږدې ۱۲۰ تنه نور ور ډېرېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button