کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د سوريې په حمص ښار کې د روسي الوتکو په درنده بمبارۍ کې د يوې کورنۍ ۴۸ غړي ټول له منځه تللي دي.
په سوريه کې د بشر حقوقو د څار ادارې له راپور سره سم دغه کورنۍ د ښار په څنډه کې اوسېده، چې نن د روسي الوتکو په بمبارۍ کې په نښه شوه او په ترڅ کې يې د کورنۍ ټول ۴۸ غړي ووژل شول.
روسيې له دې وړاندې هم د بشار الاسد د ځواکونو په ملتيا د سوريې پر ولسي وګړو درنده بمباري کړې، چې تر دې دمه يې له ۱۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وژلي دي.
ياده دې وي، چې په سوريه کې په تېرو ۴ کلو کې د جګړې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ لکه کسان وژل شوي دي او له ۱۲ مليونو ډېر نور بې کوره شوي دي، چې ډېره برخه يې نورو هېوادو ته په تګ مجبور شوي دي.


















