جوزجان چارواکي: د يخنۍ له امله پنځلس تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۷) الماس خدرخېل
د جوزجان ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د يخې هوا له امله ۱۵ تنو ښځو او ماشومانو په شمول خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې ولايت مرستيال عبدالرحمن محمودي ازادۍ راډيو ته وويل: ((څه باندې لس ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي دي، همداراز دوه ښځې او درې عمرخوړلي نارینه هم یخنۍ مړه کړي دي، دا پېښې په مغل، سردره ، بي بي مریم او قروغ سیمو کې شوي دي)).
نوموړی وايي، چې جوزجان ته د ګاونډيو ولايتونو سرپل او فارياب څخه يو شمیر کورنۍ راکډه شوي چې د يخنۍ سختې شپې تېروي.
هغه زياتوي، چې له يادو کورنيو سره يې بېړنۍ مرستې هم کړي، خو بل پلو د دې ولايت درزاب ولسوال رحمت الله حشر خبرداری ورکړی او ويلي يې دي که له بې ځايه شويو کورنيو سره نورې بېړنۍ مرستې ونه شي نو د يخې هوا له امله د تلفاتو شمير به نور هم زيات شي.



