کابل: د څرخي پله ځينو بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۷) الماس خدرخېل

د کابل د څرخي پله په زندان کې يو شمېر زندانيانو د دغه زندان په اووم بلاک کې د نه خوړو اعتصاب کړى.

ياد زندانيان وايي، چې زمونږ قانوني حق مونږ ته نه راکول کېږي، دوی زياتوي چې په ياد بلاک کې د لسګونو زندانيانو د بند موده پوره شوې، خو د حکومت له خوا ازادي نه ورکول کېږي.

يو تن چې ځان يې د پلچرخي زندان د اووم بلاک بندي معرفي کولو کابل ټکی کام ته د ټليفون له لارې وويل، چې د ملاقات په ورځ د ټولو بلاکونو (خاص، لومړي، درېيم، شپږم) دروازې خلاصې وي او د اووم بلاک دروازه تړل شوي وي، دوی شکايت کوي، که پوليسو ته پیسې ورکړې نو بهر ته يې پرېږدي او که وريې نه کړې نو په پنجره کې به بند يې.

د ياد زندان په اووم بلاک کې اکثره سياسي بنديان دي، دوی وايي، چې د زندان قومندان او پوليس ورسره د پښتو او فارسي ژبنی تعصب پر مخ وړي، د دوی په وينا په ورځ کې يونيم ساعت بنديانو ته افتابي ورکول کېږي، چې د اووم بلاک بنديان له دې نعمت نه محرومه دي.

د نوموړي بلاک زندانيان وايي، مونږ د يخنۍ نه د بچ کېدلو لپاره هيڅ امکانات نه لرو او د عسکرو له لوري هم نه راپرېښودل کېږي، دوی  دعوه کوي چې بې برخليکه په زندان کې شپې ورځې تېروي د ډېرو بنديانو د بند موده پوره شوې خو د دولت له لوري نه پرېښودل کېږي.

دوی وايي که زمونږ غوښتنې ونه منل شي، نو مونږ به هم خپل اعتصاب ته ادامه ورکړو.

باید وویل شي، چې څو اوونۍوړاندې د مشرانو جرګې څخه ټاکل شوي پلاوي د څرخي پله زندان تر لیدلو وروسته ویلي وه، چې په زندان کې ۱۴۴ داسې بندیان شته چې په لاعلاجه ناروغیو اخته دي، چې باید قانوني چلند ورسره وشي او هغوی خوشې شي.

ددغه پلاوي یوه غړي «نادر بلوچ» ویلي وه، چې یو شمېر بندیان په زندان کې مړه شوي هم دي.

هغه ويلي و چې په ياد زندان کې ټول ۱۴۰۰ داسې بندیان وجود لري، چې د هغوی هیڅ برخلیک مالوم نه دی له هغو څخه ۸۰۰ بندیانو د بند موده پوره کړې، نوملړ یې تیار دی خو د خوشې کېدو اوامر یې نه صادریږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button