امريکا: په وسله والو بريدونو کې ۸ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ټپيان دي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵لیندۍ۸) الماس خدرخیل

د تازه ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د امريکا متحده ايالتونو د شکران د څلورو ورځینيو رخصتيو پر مهال تر دې دمه په وسله والو بريدونو کې ۸ تنه وژل شوي او ۵۸ نور ټپيان دي.

د ټي ارټي خبري اژانس پر وينا د امريکا په شيکاګو ښار کې د جنايي جرمونو کچه د هرې ورځې په تېرېدلو سره لوړېږي.

د شيکاګو پوليسو ويلي، چې دوی په ياد ښار کې د رخصتيو پر مهار کلک امنيتي تدابير نيولي و؛ خو بيا هم په وسله والو بريدونو کې ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي ښار پوليس وايي، چې د نومبر د ۲۳ او ۲۷ مو نېټو تر منځ د څلور ورځنۍ رخصتۍ پر مهال په دغه ښار کې لسګونه وسلوال بريدونه ترسره شوي دي.

د ياد ښار د پوليسو اداره وايي، چې د روان کال له پیل راهيسې تر دې دمه په دغه ښار کې ۶۵۰ تنه په وسلوالو بريدونو کې وژل شوي او ۴۰۳۱ تنه نور ټپيان دي.

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم د امريکا شيکاګو ښار پوليسو خبر ورکړی و، چې په دغه ښار کې د هالوين د ورځې د لمانځلو پر مهال هم وسلوال بريدونه ترسره شوي و، چې پکې ۱۴ تنه وژل شوي او ۳۹ نور ټپيان و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button