(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۸) زرغون خوږیاڼی
د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د جنسي زورونکو یوه داسې ۳ کسیزه ډله نیولې، چې د جنسي قربانیانو به یې ویډیو ثبتوله او وروسته به یې د دغې ویډیو په بدل کې ورڅخه پيسې هم غوښتلې.
د غزني ولایت امنیه قومندان امین الله امرخېل په وینا، دغې ډلې به د یو لړ دولتي اسناد څخه په ګټې اخیستنې سره د دولتي دندو په نوم پيغلې انجونې جذبولې او بیا یې خپلو شخصي خونو ته بیولې او هلته به یې بیا پرې جنسي تیری کول.د جنسي تیري له قربانیانو به یې د پټو کیمرو په توسط ویډیو ثبت کوله چې وروسته به یې د ویډیو په ډيلټ کولو سره ترې په زرګونو ډالر غوښتل.
امنیه قومندان امین الله ویلي چې یادې ډلې به د سیمې له تجارانو سره هم اړیکي نیولې او له یو لړ جنسي تیرایستلو صحنو پرمهال به یې ترې ویډیو هم ثبوله چې بیا به یې د ترې پيسې غوښتلې، امرخیل زیاتوي “زموږ ځینې سوداګر او هېوادوال یې غولول، ځانګړو خونو ته یې بېول چې راشئ موږ ستاسو توکي په دې بیو اخلو. فلمونه یې شته، هلته به یې ښکلي هلکان کېښنول چې لاس به یې ورسره اچاوه. چې یو شمېر کسانو په دغو خونو کې له هغو هلکانو سره چې دوی ترې ناوړه ګټه اخیسته ځینې بد کارونه هم کړي دي او ویډيو یې ترې ثبت کړې ده”.
دغې وحشي ډلې وروسته تر هغه چې له جنسي تیري کوونکو به یې فلم واخیست، نو په جعلي سندونو به یې ځان د امنیتي ځواکونو غړي ورپېژندل او هغوی چې په بد حالت کې فلم ترې اخیستل شوی اړ شوي وو، چې ان تر ۱۲۰ زرو ډالر ورکړي.
نوموړی زیاتوي، چې دغې ډلې په مسلکي اومنظمه توګه د جنايي پولیسو په نامه هغه چارې ترسره کړي چې د ویلو نه دي.
د غزني امینه قومندان ازادۍ رادیو ته ویلي، چې په دې تړاو نیول شوې ډله په آي ټي پروګرام پوه مسلکي انجنیران دي چې ورسره لیپټاپونه، هارډکسونه، مخفي کیمرې چې په دیوالي ساعتونو کې نسب شوې وې او همدارنګه ۱۲۰ هغه ويډوګانې چې په کې جنسي پيښې ثبت شوې وې او له قربانیانو یې پیسې هم غوښتل شوې وې، ترلاسه شوي دي.















