کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴
آرین افغان
د افغانستان ملي لوبډلې د زمبابوې سره نن خپله دویمه نړیواله لوبه وکړه چې د افغانستان په بریا تمامه شوه.
د لوبې پچه د افغانستان لوبډلې مشر اصغر ستانکزي وګټله چې د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
افغانستان په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې وکړې، او د زمبابوې ملي لوبډلې ته یې ۲۷۲۲ هدف ورکړ.
د افغانستان له لورې پخوانی کفتان او د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل خورا په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۱۷ منډې یې وکړې، همدارنګه د ټپونو څخه جوړ شوی تکړه لوبغاړی نور علي ځدران او اصغر ستانکزي هم ښه لوبه وکړه، نور علي ۶۰ او اصغر ۳۹ منډې وکړې.
د زمبابوې لوبغاړي د یاد هدف د لاسته راوړلو کې پاتې راغلل او خپل ټول لوبغاړي د لاسه ورکولو سره یې ۲۱۳ منډې جوړې کړې او یاده لوبه یې په ۵۹ منډ وبایلله.
د یادو لوبو د لړۍ لمړی لوبه زمبابوې ګټلې وه.


















