جوزجان: دوستم خپل سیاسي سیال تر سپکاوي وروسته، برمته کړی

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۸) زرغون خوږیاڼی

په جوزجان ولایت کې د ولسمشر لومړي مرستیال رشید دوستم خپل یو سیاسي سیال او د سیمې ملک تر وهلو ډبولو وروسته برمته کړی او نامعلوم لوري ته یې وړی دی.

 نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې رشید دوستم په جوزجان ولایت کې د وزلوبې پر مهال خپل یو سیاسي سیال احمد ایشچي د نندارچیانو په وړاندې په سوکانو او لغتو له ډبولو وروسته له ځان سره په یوه زغره وال موټر کې وړی دی.

د ښاغلي ايشچي زوى انجنير باتور ازادي راډيو ته ویلي، چې د تیرې جمعې په ورځ یاد پيښه رامنځته شوې، ده وویل:

“د وزلوبې مسابقې پر مهال زما پلار پر اس سپور و او زه ‌يې هم تر څنګ وم. د جنرال دوستم يو سرتېرى راغى او ويې‌ويل چې لومړي مرستيال تاسې غوښتي ياست درسره ګوري. زما پلار له اسه ښکته شو او ورغى. ۱۰ دقيقې يې هلته خبرې وکړې وروسته‌يې غږونه اوچت شول، د ولسمشر د مرستيال صاحب حالت ښه نه‌و، ډېر احساساتي و. زما د پلار ډېر سپکاوی يې وکړ، اخر يې په موټر کې له ځان سره یووړ.”

د ایشچي یوه خپلوان نیویارک ټایمز ته ویلي،چې د وزلوبې پر مهال رشید دوستم راغلو اوخلکو یې استقبال وکړ، وروسته یې دده پخوانی سیال ایشچي وروغوښت، له یوې شیبې خبرې کولو وروسته یې ایشچي باندې د سوکانو او لغتو وارونه وکړل، چې ساتونکو یې هم په کونداغونو وواهه او زغره وال موټر ته یې واچاوه.

د جوزجان ولایت اوسیدونکي وايي، چې ایشچی سیاسي واک د رشید دوستم سره نه شي پرتله کیدای؛ خو دوی دواړه له پخوا څخه یو لړ کورني اختلافات لري.

په سیمه کې اخیستل شوي انځورونه ښيئ چې د رشید دوستم ملیشې یاد کس کشوي؛ خو همدغه کسان بیا په دغه سیمه کې د موجودیت څخه انکار کوي.

 د جوزجان امنيه قوماندان رحمت‌الله تُرکستاني رسنیو ته تائيد کړې، چې احمد ايشچي د جمعې په ورځ بېول شوى دى؛ خو په دې اړه یې له نورو جزئياتو ورکولو ډډه وکړه.

ددې ولایت والي لطف الله غزیزي او د دوستم سلاکارانو په دې اړه له خبر ورکولو څخه ډډه کړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button