امریکا: په دولتي پوهنتون وسله وال برید کې ۱۱تنه ټپیان شوي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۹) الماس خدرخیل

د امريکا متحده ايالاتو په کولمبوس ښار کې د دغه هېواد په دولتي اوهايو پوهنتون وسله وال بريد ترسره شوی دی.

راپورونه وايي، چې بريدګرو په پوهنتون کې د ننه لومړی د پوهنتون زده کوونکي په موټر وهلي او وروسته يې پرې د چړو او وسلو بريدونه کړي دي.

پوليس وايي، په ياد بريد کې ۱۱ تنه د پوهنتون زده کوونکي سخت ټپيان شوي دي، يوې سرچينې ويلي، چې شايد په بريد کې ځينې زده کوونکي وژل شوي هم وي، خو تر دې دمه د وژل شويو په اړه چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

پوليس وايي، له پېښې وروسته يې د پوهنتون زده کوونکو ته امر کړی ترڅو خوندي ځای ته ځانونه اوباسي(( وتښتئ او یا وجنګیږئ)).

د پوليسو په وينا له بريد وروسته بريدګر د پوليسو سره په متقابلو ډزو کې وژل شوی.

چارواکي وايي، چې نوموړی بريدګر ۱۸ کلن عبدالرزاق علي ارتان نومېږي او سومالي الاصله امريکايي دی، چې د همدې پوهنتون زده کوونکی هم و.

د کولمبوس ښار پوليس وايي، چې برید کوونکی د پولیسو پر وړاندې د مقامت پر مهال د الن هورژکو په نامه د پولیس لخوا په ډزو وویشتل شو.

تر دې دمه د بريد مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې د امريکا په ځينو ايالتونو کې وسله وال بريدونه شوي، چې پړه يې د داعش او القاعده ډله وخت ناوخت په غاړه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button