غزل/ ملا مطمئن

ملا مطمئن

ایماندارو ته ایمان کې څه سختي ده
خړ بورا ته ګلستان کې څه سختي ده

پاکه ژبه او پاک زړه چې درسره وي
یادولو ده قرآن کې څه سختي ده

چې په رپ د سترګو پورته تر آسمان دی
درویشانو ته آسمان کې څه سختي ده

چې کمال د پوهولو درسره وی
پوهولو د نادان کې څه سختي ده

چې له سر اومال نه تیر شې خود به رسې
رسیدلو د آرمان کې څه سختي ده

چې د بل چا تاثیر وړانګې پرې رانشي
د یوه ملت ګزران کې څه سختي ده

هلته څه کړې چې نکیر،منکر حاضر شي
” مطمئنه” دې جهان کې څه سختي ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button