اداما بارو د ګمبیا ولسمشر وټاکل شو

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۳) زرغون خوږیاڼی

افریقايي هیواد ګمبیا کې ولسمشریزو ټاکنو وښوده، چې اداما بارو ۴۵ سلنه رایې وړي او د پنځو کلونو لپاره ددې هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیو رئيس الیو مونار انجي وویل، تیره ورځ د ګمبیا هیواد د ولسمشریزو ټاکنو بهیر پیل شو، چې په کې د دې هیواد یوه سوداګر اداما بارو ۴۵ سلنه رایې وړې دي او ددې هیواد د ولسمشر په توګه ټاکل شو.

تر دې وړاندې د ګمبیا هیواد ولسمشر یحی جامع و، نومړي په ۱۹۹۴ز کال کې د پوځ په مشرۍ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کودتا وکړه او ځان یې ددې هیواد د ولسمشر په توګه اعلان کړ، په ۱۹۹۶ز کال کې د ټولټاکنو له لارې ددې هیواد ولسمشر شو او تر ننه پورې(۲۲کاله) یې په دې هیواد ولسمشري وکړه.

نوموړي په ۲۰۱۵ز کال کې د کمبیا هیواد نوم(( اسلامي جمهوري ګمبیا)) په نوم واړاوه، د افریقا په لوېدیځ کې ددغه کوچني هېواد ۹۰سلنه وګړي مسلمانان دي.

یحی جامع ویلي وو، چې د اسلامي دین فرائض او مقررات د ګمبیا هیواد د خلکو د سوکالۍ لپاره اړین دي.

یحی جامع د همجنسبازانو په اړه کلک دریځ درلود، نومړي ویلي وو، چې همجنسبازي یوه لویه ګناه ده، ده د همجنسابازانو په اړه د اعدام حکم کړی و.

ښاغلي بارو په ټاکنیز کمپاین کې د هېواد اقتصاد ښه کول او بې روزګاري له مینځه وړل خپل شعار ټاکلی و.

په ګمبیا هیواد کې د رایې اچونې لپاره له توشلو کار واخیستل شو، چې د خپلې خوښې ناماند په صندوق کې به یې توشله اچوله.

اداما بارو ددې هیواد یو پخوانی سوداګر دی، ویل کیږي چې یو وخت نوموړی په لندن کې د یوې هټۍ پهره دار(ساتونکی) و.

د ګمبیا هیواد په ۱۹۶۵ز کال کې له برتانیې څخه خپلواکي ترلاسه کړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button