ننګرهار: روداتو ولسوالۍ کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت روغتون جوړیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۲) زرغون خوږیاڼی
د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځوس بستریز روغتون جوړیږي.
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال ویلي، چې په روداتو ولسوالۍ کې د ۵۰بستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې، دده په وینا یاد روغتون د ۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړیږي، چې د جوړیدو چارې به یې یو کال وخت ونیسي.
کاموال وايي، چې یاد روغتون د روداتو ولسوالۍ په لس جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې دوه ودانۍ،۵۰ بستره، د ناروغانو د درملنې بیلا بیلې څانګې او اړوند طبي سامان الات به ولري.
همدارنګه د ننګرهار والي ګلاب منګل ویلي، چې له دغه روغتون څخه به د روداتو، کوټ، او هسکې مېنې ولسوالیو اوسیدونکي له روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
د سیمې اوسیدونکو په دغه کار خوښي څرګنده کړې ده، ددوی په وینا په دغو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو نه شتون دوی له یو شمیر زیاتو ستونزو سره مخ کړي وو؛ خو اوس به یادې ستونزې له دغه روغتون په جوړیدو سره له منځه ولاړې شي.



