راتلونکې ورځ د اسیا زړه کنفرانس په هند کې پیلیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۳) الماس خدرخیل
ويل کېږي، چې سبا د افغانستان په اړه د اسيا زړه دوه ورځنی کنفرانس د هند په امرتسر ښار کې پيل شي.
په دغه غونډه کې به د افغانستان سولې، مرستې او اقتصادي پرمختګ په اړه بحث وشي.
د اسيازړه دوه ورځنۍ غونډه کې به چين، روسيه، ايران، متحده عرب امارت، امريکا، کاناډا او د اروپايي اتحاديې په ګډون د څلوېښتو څخه د زياتو هېوادونو استازي او لوړ روتبه چارواکي ګډون وکړي.
تمه ده چې سبا یکشنبه به ولسمشر اشرف غني او د هند لومړی وزير نريندرا مودي د دغه کنفرانس پرانسته وکړي.
بايد وويل شي، چې تېر کال د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د پاکستان پلازمينې اسلام اباد کې ترسره شوی و.
په دغه غونډه کې د پاکستان خارجه وزارت چارواکي هم د سرتاج عزيز په مشرۍ برخه اخلي او د افغانستان سولې په اړه به خبرې وکړي.
په دغه کنفرانس کې به د چين، روسيې، ايران، متحده عرب امارات، امريکا، کاناډا، فرانس او اروپايي اتحاديې هیوادنو په شمول تر څلویښت د زیاتو هیوادونو استازي ګدون کوي.
د اسیا زړه کنفرانس لومړۍ غونډه د ۲۰۱۱کال په نومبر کې وشوه، چې پکې د څوارلس هېوادونو چارواکو ګډون درلود.



