نکلسن: افغان پوځ د دوو سترو ننګونو سره مخ کیدونکی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۳) الماس خدرخیل

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نکلسن وايي، چې د افغانستان پوځ په راتلونکې کې د دوه سترو ننګونو سره مخ کېدونکی دی.

نوموړي تېره ورځ په پنټاګان کې خبريالانو ته وويل: چې د افغان پوځ دوه غټې ستونزې د افغانستان په پوځ کې فساد او کمزورې رهبري ده، چې افغان پوځ يې له يو شمير ننګونو سره مخ کړی دی.

امریکایي قوماندان همدرانګه وویل چې د اکمالاتو په څانګه کې د فساد او بې کفایتۍ له وجې په لرې پرتو پوستو کې افغان امنیتي ځواکونو ته “اوبه، خوراکي مواد او د جګړې لپاره مهمات نه رسیږي.”

له دې وړاندې هم د افغانستان په پوځ کې د فساد او کمزورې رهبرۍ په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

که څه هم جنرال جان نيکلسن په عين حال کې روسيه او ايران تورن کړل چې په افغانستان کې وسله الو طالبانو ته مشروعيت ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: ((د روسيې له خوا په عامه وسله والو طالبانو ته مشروعيت ورکول پر واقعيت ولاړ کار نه دى، بلکې له دې کاره په استفاده غواړي چې د افغان حکومت او ناټو هڅې کمزوري کړي او دا ګټور کار نه دى، د ايران په باب هم وضعيت دغسې دى؛ د ايرانيانو او طالبانو ترمنځ اړيکې شته)).

خو بل پلو طالبانو په خپلو تېرو څرګندونو کې ويلي، چې دوی له ګاونډيانو سره کومه ستونزه نه لري او د متقابل احترام په بڼه له ګاونډيانو سره خپل ښه روابط مخته وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د طالبانو او مسکو تر منځ د اړيکو خبره کړې وه.

نکلسن خبريالانو ته وويل، چې د داعش ډلې په وړاندې يې تر ۳۵۰ ډېر عمليات ترسره کړي، چې د دغې ډلې ۲۰۰ تنه غړي يې وژلي دي.

داسې مهال د داعش غړو د وژلو خبره کېږي، چې څه موده وړاندې روسي چارواکو ويلي و، چې په افغانستان کې داعش ډلې ته امریکایان، پاکستانیان او انګلیسان روزنه ورکوي.

د يوې سرچينې د خبر له مخې، روسي په افغانستان کې د داعش د وسله والې ډلې د روزنې په کمپ کې زیاته کارېدونکې ژبه ده.

د روسیې د سپوتنیک اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي دیپلومات ضمیر کابلوف په مسکو کې یوه امنیتي کنفرانس ته ويلي و، په افغانستان کې د داعش د وسله والو سختدریځو ځیني روزونکي امریکايي او بریتانیايي پاسپورټونه لري او دوی هغو سختدریځو ته روزنه ورکوي چې په روسیې کې زېږېدلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button