اجرائیه رئيس: رسنۍ د امنیتي ځواکونو سره یو ځای کار کوي او قرباني ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۳) زرغون خوږیاڼی
تېره ورځ اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال محی الدین د فاتحې په مراسمو کې وویل، چې په افغانستان کې رسنۍ د افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای کار کوي او قربانۍ ورکوي.
ډاکټر عبدالله زیاته کړه، « موږ ټول په یوه صف کې ولاړ یو».
په هرات ولایت کې ډاکټر عبدالله عبدالله فاتحې مراسمو پر مهال امنیتي ځواکونو ته وویل، د حکومت مشران باید په ناکراره فکر (رواني نارغۍ) سره د افغانستان د قضیو په اړه چلند ونه کړي، « موږ باید د افغانستان قضیو ته په هغو سترګو وګورو کومې چې ولس یې له موږ هیله او تمه کوي.»
نوموړی زیاتوي ، چې د حکومت پريکړې بايد د افغانستان د خلکو د غوښتنو او نظر پر بنسټ و شي.
له دې دوه ورځې وړاند ولسمشر اشرف غني د جنرال محی الدین د فاتحې په مراسمو کې امنیتي ځواکونو ته په یوه وینا کې ویلي وو،«رسنۍ پریږدئ چې باد ترې ووځي، له تاسو بمونه وځي.»
د اشرف غني د دغه څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې(نی) له اشرف غني وغوښتل، چې د افغانستان له رسنیو بخښنه وغواړي او دا یې د رسنیو کارکوونکو ته سپکاوی بللی و.



