ټرمپ له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ۱۳) زرغون خوږیاڼی
له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې تیره شپه ولسمشر اشرف غني او د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ سره تیلیفوني خبري کړي.
اشرف غني په دغه تیلیفوني خبرو کې ټرمپ ته د ولسمشرۍ مبارکي ویلي او تمه یې ترې کړې ده، چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي به دده د ریاست پر مهال لا پیاوړې شي.
جمهور رئيس اشرف غني د امریکا او ناټو غړو هیوادونو له مالي او پوځي مرستو مننه وکړه او دغه مرستې یې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځواکمنولو کې ارزښتناکې وبللې.
جمهوررئیس غني دا هم وویل، چې امریکا د کانونو د پرمختیا په برخه کې د قدر وړ مرستې کړي دي او په دې برخه کې د نورې همکارۍ په هیله یو.
دواړو مشرانو په سیمه کې د تروریزم پر ضد مبارزې په اړه سره نظرونه تبادله کړي او په دې برخه کې یې د ګډې مبارزې ټینګار کړی.
ډونالډ ټرمپ بیا د افغانستان طبعي زیرمو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې په دغه هیواد کې د پام وړ طبعي زیرمې شته چې اداره به یې په دې برخه کې مرسته وکړي.
د امریکا منتخب ولسمشر ټرمپ زیاته کړې، چې د امریکا حکومت به دده د ریاست په دوره کې د تیر په څير د افغانستان د دولت سره تر څنګ ولاړ وي.
ټرمپ اشرف غني ته ډاډګیرنه ورکړی، چې د اړتیا پر مهال به مو لا زیات امنیتي ملا تړ وکړو، دده په وینا که افغانستان زیاتو امنیتي همکاریو ته اړتیا درلوده، نو دده حکومت به یې لا زیات امنیتي ملاتړ وکړي.
دواړو مشرانو له یو بل غوښتي دي، چې هیواد ته یې سفر وکړي، اشرف غني د ټرمپ د بلنې د منلو تر څنګ، ټرمپ هم ویلي چې په یومناسب وخت کې به افغانستان ته سفر وکړي تر څو هلته میشت امریکايي عسکرو سره لیدنه وکړي.



