کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د ایران د دولتي ټلویزون د راپور له مخې چې د یوه موټر د ټکر په په پایله کې ۲۰ غیر قانوني افغان کډوال وژل شوي دي او ۱۰تنه نور ټپيان دي.
راپور کې راغلي دي چې موټر له یوه میني بس او لارۍ سره د یکشنبې په ماښام د قم او تهران په لاره کې ټکر شوی دی.
خو لا تر دا مهاله د وژونکیو او ژوبل شویو په اړه نور مالومات نه دي ترلاسه شوي، او نه هم د وژل شویو او ژوبل شویو د اوسېدلو ځایونه ښودل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې مخکې هم پر دغه لاره په زیاته اندازه ټکرونه شوي دي، چې د مالوماتو پر اساس چې د وژل شویو شمېر تر ۱۱۸تنو پورې رسیږي.
















