عبدالباري صدیقي: تر ۲۰۳۰ز کال پورې به افغانستان ۳۵۰۰ کیلومتره ریل پټلۍ ولري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) زرغون خوږیاڼی
د ریل پټلۍ ادارې رئيس عبدالباري صدیقي ویلي، چې په افغانستان کې د ریل لارې ۵۵۵۰ کیلومتره اوږدوالی دی، چې له هغې څخه به تر ۲۰۳۰ ز کال پورې ۳۵۰۰ کیلومتره ریل لاره جوړه شي.
صدیقي وویل، چې د اورګادي لاره په هیواد کې د د غوره او چټک ترانسپورتي سیستم څخه ده، چې د هغې په جوړولو او پوره کولو سره افغانستان د نورو اقتصادي هیوادونو سره نښلول کیږي.
صدیقي زیاته کړه، چې د اورګاډي پټلۍ جوړولو لپاره ۱۴۰ میلیون په لاس کې لرو او تر ۲۰۲۰ ز کال پورې چې د بروکسل غونډه کې له افغانستان سره د کومو مرستو ژمنه شوې ده د هغې له مخې به ۱۴۵۰ کیلومتره د اورګاډي پټلۍ جوړه شي، وروسته له دې په دویمه مرحله کې بیا د ۲۲۲۵ کیلو متره ریل پټلۍ د جوړولو پلان لرو.
په افغانستان کې د روان کال په وروستیو کې د لومړي ځل لپاره له چین څخه مزارشریف ولایت ته په سوداګریزو توتکو بار اورګاډی راورسید چې تیره اوونۍ له ترکمنستان څخه د اقینې بندر له لارې دویم اورګاډی افغانستان ته داخل شو.
د فواید عامه وزارت په وینا، د افغانستان او ترکمنستان د اور ګاډي له لارې به په ۲۰۱۷ز کال کې لږ تر لږه یو میلیون ټن سوداګریز مالونه تبادله شي او په ۲۰۱۸ز کال پورې به یاده سوداګري تر ۳ میلیون ټن پورې ورسیږي.
د عامه ګټو وزارت وزیر محمود بلیغ وویل، چې د ایران ـ افغانستان تر منځ د اوګاډي پټلۍ درې برخې رغول شوي او د راتلونکي پسرلي پورې ګټې اخیستنې ته وسپاره شي.
بلیغ زیاته کړه، چې د ایران ـ افغانستان تر منځ د اورګاډي پټلۍ اوږدوالی ۱۹۲ کیلومتره ته رسیږي، چې دوه برخې یې په ایران کې جوړې شوي او یوه برخه یې په افغانستان کې ده چې اوسمهال تر کار لاندې ده او تر راتلونکي پسرلي پورې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.
د بلیغ په وینا د اورګاډي پټلۍ پراخولو او جوړولو چارې د ۵ هیوادونو له لوري لاسلیک شوی، چې له چین څخه یې پیل شوی او په ایران تمامیږي، په دوی کې ایران، قرغستان، چین، افغانستان او تاجکستان شامل دي.
د یادې اورګاډي پټلۍ اوږدوالی ۲۲۰۰ کیلومتره ته رسیږي، چې ۱۱۰۰ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې جوړیږي، چې تخنیکي ارزونه یې پوره شوې.
همدارنګه ولسمشر اشرف غني د هند په «اسیازړه کنفرانس» کې د ایران له خارجه چارو وزیر سره په کتنه کې په دې ټینګار کړی، چې په چابهار بندر کې د تاسیساتو جوړونې کارونه ګړندي کړي.



