غور: حکومتي چارواکي یوه پیغله نجلۍ د رشوت په توګه اخیستې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) زرغون خوږیاڼی
په غور ولایت کې د لعل وسرجنګل ولسوالۍ اجرائیوي امر یوه پیغله نجلۍ د رشوت په توګه اخیستې او په نکاح کړې یې ده.
ویل کیږي، چې د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اجراییوي امر د سیمې یوه شخص سره په حقوقي مسئله کې همکاري کړې او په بدل کې ور څخه پیغله لور چې د یوولیسم ټولګي زده کوونکې وه، اخیستې ده.
په هیواد کې د بډو( رشوت) په توګه د پیغلې نجلۍ ورکول نوې او بوږنوونکی ډول وموندل شو، چې تر اوسه نه و شوی.
د « خبر کزاري صلح» په وینا، د غور ولایت د لعل وسر جنګل ولسوالۍ اجراییوي امر د خپلې دندې له صلاحیت څخه سوء استفادې پر بنیاد یوه نجلۍ د رشوت په توګه اخیستې، چې په سیمه کې یې مدني فعالانو د واده مخنیوی کړی دی.
مدني فعالانو په سیمه کې رسنیو ته ویلي، چې د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اجراییوي امر د یوولسم ټولګي زده کوونکې پیغله نجلۍ دیوې حقوقي مسئلې په حل کې د رشوت او بډې په توګه اخیستې وه او غوښتل یې چې ورسره واده وکړي.
د یاد اجراییوي امر نوم نه دی په ډاګه شوی او نه هم روښانه شوې چې اجراییوي امر کوم عدليي او قضايي ارګان ته معرفي شوی او که خلاصې تڼۍ ګرځي.
په هیواد کې د اداري فساد اوج ته رسیدل مو اوریدلي وو؛ خو په رشوت کې د یوې مسلمانې نجلۍ اخیستل یا ورکول په دې هېواد کې یوه کرغیړنه او ټکان ورکوونکي نوې پدیده ده، چې په رسنیو کې مخې ته راځي.



